سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپروان او کاپیسا کې د ښاروالي نوی اقدام؛ د سړکونو پیاده لارې...

پروان او کاپیسا کې د ښاروالي نوی اقدام؛ د سړکونو پیاده لارې او کوڅې په تیږو پوښي

تاند (دوشنبه، غویی ۶ ) د پروان او کاپیسا ولایتونو په مرکزونو کې ښاروالي د لومړي ځل لپاره د سړکونو څنګلارې (پیاده رونه) او د ښار اړوند کوڅې په تیږو پخوي.

د دغو ولایتونو مسوولان وایي چې د تیږو په واسطه د پلو لارو او کوڅو جوړولو په موخه هر ولایت ته سل میلیونه افغانۍ ځانګړی شوې دي.

اوس تازه د دواړو ولایتونو په مرکزونو کې د تیږو په واسطه د پلو لارو او کوڅو د پخولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دا لومړی ځل دی چې په پروان او کاپیسا کې په تیږو د څنګلارو د پخولو چارې بیل شوي دي.

د یادو ولایتونو خلک هم دې تازه اقدام ته خوشاله دي.

دوی وایي، د تیږو په واسطه د سړکونو پخول هم ښار ته ښکلا وربښي او هم د کیفیت له پلوه ګټور دي او فکر کوي چې تر قیر ډېر دوام کوي.

د پروان والي فضل الدین عیار وایي، د تیږو په واسطه د سړکونو د بیا رغونې کار د دې میاشتې له پیل راهیسې د ولسمشرۍ زون د پراختیا دفتر له خوا پیل شوی دی.

خو د دې تر څنګ د دغو ولایتونو ځینې اوسیدونکي نیوکه کوي چې د تیږو په واسطه د سړکونو د بیا رغونې چارې یوازې په هغو ځایونو کې پیل شوي چې حکومتي ودانۍ دي یا چارواکي پرې تګ راتګ کوي.

خو د پروان والي بیا دا ډول ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي، دا ډول نیوکې د دوی د کارونو مخه نه شي نیولی.

دغه راز د کاپیسا ولایت مرکز کې هم د تیږو په واسطه د پیاده ځایونو او کوڅو د جوړولو چارې ګړندۍ روانې دي او خلک د حکومت دا نوی اقدام ستایي.

د کاپیسا والي عبدلالطیف مراد وایي، د دې تازه اقدام په ترڅ کې به د ښار د مرکزي برخې سړکونه او کوڅې د تیږو په واسطه پخې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړکونو د پیاده ځایونو او کوڅو جوړول د قیر په ځای د تیږو په واسطه پیل شوي او د حکومت دا اقدام د خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی.

خلک وایي، په سړکونو کې د ډبرو کارولو سره ښاري فضا خوندوره او ښکلې کیږي.

دوی زیاتوي، د ښار پر ښکلا سربېره دا چاره مرسته کوي چې د مځکې پر سر اوبه د تبخیر یا بړاس کېدو پر ځای مځکه جذب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب