سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزد خوشحالۍ راز! | راټولونکی: زاهد الله مومند

د خوشحالۍ راز! | راټولونکی: زاهد الله مومند

خوشحالي هغه څه ده چې انسان ته جسمي، روحي او ذهني وړتيا ور په برخه کوي.
خوشحالي په دې معنا، چې انسان تندرست کوي، په ځان یې باور پيدا کېږي د مایوسۍ څخه یې ژغوري.
ډیری اشخاص داسې وي چې مایوسي یې زوروي په ژوند یې باور له منځه تللى وي، وجه همدا وي چې د خوشحالۍ احساس یې لمنځه تللی وي، هېڅ یې د خوشحاله ژوند کولو لپاره فکر نه وي کړی.
پدغه لیکنه کې شپږ د خوشحالۍ رازونه راټول شوي، چې د هغې په عملي کولو سره یو مايوسه (خپه) انسان ته د خوشحالۍ احساس پيدا کېږي.
1. شکر ویستل:
شکر کوونکى انسان همېش لپاره خوښ او خوشحاله ژوند لري، دا په دې معنا چې شکر وېستل په هر حالت کې د خوشحاله او خوښ شخص عمل وي.
شکر وېستل درې مهمې مرتبې لري:
*. په ژبه د شکر وېستل: دغه مرتبه چې باید په هر حال کې عملي شي، یعنې په ژبه مو باید همېش د شکر کلیمه تکرار شي.
*. په زړه کې د شکر وېستلو احساس کول:
يعنې کله چې په ژبه د شکر کلیمه تکرار شي باید په زړه کې یې احساس هم وشي، دا په دې معنا چې د تکرار سره ترڅنګ باید هڅه وکړل شي چې په زړه کې محسوس کړل شي.
او شکر باید په څه شي ووېستل شي، په موجوده حالت، غم، او داسې نور ډېر شیان چې شکر وېستل پرې پکار دي باید د زړه نه شکر پرې وکړل شي.
*. د شکر تقسیمول: دا ډېره مهمه موضوع ده.
تاسې به فکر کوئ چې شکر په کوم ډول تقسیمېږي.
شکر په هغه حالت کې تقسیمېږي چې کله مو په لاس او په ذهن کې څه موجود وي او تاسې پرې شکر کوئ نو دغه شیان تقسیم کړئ.
مثلاً تاسې په لاس کې یوه مړۍ ډوډۍ لرئ نو طبعي ده چې شکر پرې کوئ که چېرته تاسې دغه مړۍ د هغه چا سره تقسیم کړئ چې اړتيا ورته لري، نو دغه حالت بیا تاسې ته د خوشالۍ محسوسېږي.
یا په ذهن کې کوم معلومات لرئ او د اړمند شخص ته مو وړاندې کړل نو دغلته هم تاسې خپل د خوشحالۍ احساس موندلى شئ.
 يعنې د شکر د تقسیمولو په نتیجه کې به ستاسې په نصيب کې خوشحاله ژوند په برخه شي.
2.بښنه کول:
زموږ په ټولنه کې ډیری اشخاص دي چې د بښنې کولو هنر نه لري، همدا لامل دی چې دماغي تکليف سره لاس او ګرېوان وي.
نو د خوشحالۍ بل راز معاف کول دي چې خوښي پرې ترلاسه کېږي.
3. هېرول:
دا هم يو ډېر لوی عامل دی د ډېری اشخاصو په ذهنونو کې د هېرولو قدرت شتون نه لري، او په نتیجه کې د خوښۍ څخه بې برخې کېږي.
نو د غم هېرول د یو چا بده رويه، د یو چا ناوړه عمل هېرول د یو خوښ شخص تر ټولو غوره لار ده، او په همدې سره کولای شي چې خوشحاله ژوند ترلاسه کړي.
4. زده کړه کول:
هغه اشخاص چې یو څه زده کوي هغه د خوشحالۍ احساس کوي.
یو عالم وایي (هغه اشخاص چې د مطالبو زده کړه کوي په باطن کې ورته د د خوښۍ اوازونه کېږي).
زده کړه يواځې د کتابونو څخه نه کېږي، ځینې مهارتونه دي چې بايد د هغې څخه زده کړه وکړو.
لکه د شخړو مدیریت، چې د شخړې په هوارولو سره څه پېښېږي.
د هو او نه ترمنځ فرق، چې د هو لفظ کوم ځای کې استعمال شي او د نه لفظ په کوم ځای کې استعمال شي.
نو د خوشحاله اوسېدلو لپاره زده کړه هم مهم شاخص دی.
5. سفر کول:
زمونږ په ټولنه کې ډیری داسې اشخاص شته چې په یو ځای پيدا او په هماغه ځای کې دفن کېږي.
باید د خوشحاله ژوند لپاره د الله تعالی کائنات وکتل شي د هغوی ننداره وشي.
يو عالم وایي چې د سترګو د راحت لپاره بايد د الله تعالی کائنات ولیدل شي ترڅو احساس وکړئ چې د الله تعالی کائنات څومره پراخه دی.
نو سفر کوونکى شخص څنګه وي؟ خوښ او خوشحاله وي.
6. د اړيکو مضبوط والی:
شپږم راز د خوشحالۍ د اړيکو پالل دي،د اړيکو جوړولو او د اړيکو جوړولو لپاره زمينه مساعده ول دي.
زمونږ په ټولنه کې بدبختي دغه ده چې همېش لپاره خپل نیږدې خپلوانو ته په غلط او منفي نظر ګورو.
همېش سوچ کوو چې که چېرته سره نیږدې شو داسې نه چې کومه ستونزه راپیدا نه کړي. همېش لپاره مو فکر منفي وي.
خو دېته مو فکر نشته چې د خپلوۍ په پاللو سره څومره سکون پيدا کېږي، څومره انسان د خوشحالۍ احساس کوي.
نو په پای کې به ووایم چې د خوشحاله ژوند لپاره دغه پورتنۍ لارو څخه استفاده وکړئ ترڅو مو ژوند خوشحاله او خوښ پرمخ يوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب