پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمجروح: د کورونا د دریمې څپې د بندیزونو طرحه د حکومت رهبرۍ...

مجروح: د کورونا د دریمې څپې د بندیزونو طرحه د حکومت رهبرۍ ته وړاندې شوې

تاند(دوشنبه، د ثور ۶) د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کورونا وبا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره یې د افغان حکومت رهبرۍ ته د یو شمېر بندیزونو طرحه وړاندې کړې ده.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې وزارت سرپرست وحید مجروح له قوله لیکلي، دغه ویروس د درېیمې څپې مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات ترسره شي:
«د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو درول، شپني محدودیتونه لګول او د راټولېدنو مخنیوي طرحه له حکومت سره شریکه کړی شوې.»

یاد وزارت دغه راز له خپلو ولایتي رییسانو هم غوښتي چې خپل احتمالي تدابیر ونیسي او ورته پوره چمتووالی ولري.

ښاغلي مجروح دغه راز ویلي، چې د اکسیجن د ظرفیت کچه مالومه کړي، څو له مخې یې تدابیر ونیول شي.

دمګړۍ د کورونا درېیمه څپه په هند، پاکستان او ایران کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

په هند کې نن ورځ د دغه ویروس تر درې سوه زرو دېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب