جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا له هند سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

امریکا له هند سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

تاند(دوشنبه، د ثور ۶) د سپینې ماڼۍ ویاندې ‘امیلي هورن’ ویلي، سپینې ماڼۍ له هندوستان سره د کورونا مخنیوي لپاره بېړۍ مرسته وکړه او د خوندیتوب وسایل یې ور ولېږل.

په دغو مرستو کې درمل، د معاینې کېټونه او د مصنوعي تنفس د وسیلو په ګډون ډېر اړین مواد لېږدول شوي دي.

امیلي هورن زیاته کړې، چې متحده ایالتونه له هند سره د کورونا وایروس د مخنیوي په خاطر د نورو سملاسي مرستو هڅه کوي او په خبره یې چې دا مرستې به له کورونا سره د مقابلې واکسین تولید ډېر کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په هند کې روان وضعیت اندېښمن کړی، خو ټینګار یې کړی، چې له دې هېواد سره به خپلو لومړیو مرستو ته ادامه ورکوي.

په هند کې له څو ورځو راهیسې کورونا ویروس په تېزۍ خپرېږي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې هم ۳۴۹ زره او ۶۹۱ مثبتې پېښې ثبت او ۷۶۷ تنه مړه کړي دي.

دا د کورونا ویروس دویمه او درېیمه څپه ده، چې اوس مهال په هند، پاکستان او ایران کې په خورا تېزۍ خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...