یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeټولنیزم.م. وايي ۶۰ سلنه انسانان په ښارونو کې اوسي

م.م. وايي ۶۰ سلنه انسانان په ښارونو کې اوسي

تاند- اوس د ټولو انسانانو تر نیمايي زیات په ښارونوکې اوسي او د ښارونو د پراخېدو بهیر په چټکه دوام لري.

په نړۍ کې له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو د کوچ بهیر اوس تر بل هر وخت ګړندی دی.

په ملیونونو انسانان، په ځانګړي ډول له پرمختیايي هیوادونو ښارونو ته ځي.

ښارونو ته د انسانانو په لېږد کې داسي چټکوالی پخوا نه و لیدلی شوی، له همدې کبله ملګروملتو په ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر یودېرشمه د ښارونو ورځ ونوموله چې د ښاري کېدو یا د ښارونو د پراختیا په اړه عامه پوهاوی زیات کړي او پر دې تاکید وشي چې د ښارونو د پراختیا د ستونزو د مخنیوي لپاره همکاریو ته اړتیا ده.

د تازه راپورونو له مخې د نړۍ په سلو کې ۵۵۴ وګړي په ښارونو کې اوسي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ پوري به نور خلک هم کلي پرېږدي او د ښارونو د نفوسو فیصدي به ۶۶ ته ورسوي.

د ملګرو ملتو له ارقامو سره سم، په ۱۹۵۰ م کال د نړۍ د ښارونو نفوس ۷۴۶ ملیونه و، په ۲۰۱۴ م کال د ښارونو نفوس ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیون تنو ته ورسېد او په ۲۰۱۷ کې ۴ اعشاریه ۱ ته شو.

سره له دې چې تر نیمايي زیات انسانان اوس په ښارونو کې اوسي خو ښارونه د مځکې د کُرې یوازې یو فیصده خاوره تشکیلوي.

اوس په نړۍ کې ۲۸ دومره ستر ښارونه شته چې د هر یوه نفوس تر ۱۰ ملیونو زیات دی، حال دا چې ۱۶ کاله پخوا (۱۹۹۰) د دې ډول ښارونو، چې نفوس یې لس ملیونو ته ورسېږي، شمېر ۱۰ و.

د ملګروملتو د راپور له مخې، د جاپان پلازمېنه توکیو د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی. د دغه ښار نفوس ۳۸ ملیونه دی.

د نړۍ زیات نفوس په اسیا کې متمرکز دی، په دې لویه وچه کې د نړۍ د ټول نفوس په سلو کې ۵۳ اوسي، په اروپا کې ۱۴ فیصده او لاتینه امریکا کې ۱۳ فیصده انسانان اوسي.

واتیکان د نړۍ تر ټولو کم نفوسه دولت دی چې د ټولو وګړو شمېر یې ۵۰۰ تنه دی.

د یونسکو د خلاقو ښارونو د شبکې پر اساس د سعودي عربستان الاحسا د نړۍ تر ټولو خلاق ښار دی خو د ژوند د ستندرد او کیفیت له نظره په ۲۰۱۶ م کال کې د اتریش ویانا او د سویس زوریخ لومړی او دوهم مقامونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب