په عمومي ور چې ور ننوتلم، کیڼ لاس ته ورتاو شوم. یوې سترې او دنګې لوحې مې نظر جلب کړ. پرې لیکل شوي وو:
لاسونه مو په صابون ووینځئ او له میکروبونو ځان وساتئ.
ډاکټرصاحبان وايي چې ویروسونه له ډیرو شیانو په اسانۍ د تماس له لارې انتقالیدای شي، مثلا: چې موټر کې کینې، خامخا دې ورسره تماس پیدا کیږي، نو که هلته ویروس وي، ممکن در منډه کړي. حتی آن د بانکنوټونو له لارې، له یوه بل ته ټوپ وهي. دا چې زه هم تازه له ټکسي راښکته شوی وم او هم مې د کرایې په مهال له موټروان سره نوټونه تبادله کړي وو، نو د لوحې سپارښتنه راته ډيره ضروري ښکاره شوه.
د تشناب پوښتنه مې وکړه او بیا ور روان شوم. چې څنګه په دروازه ورننوتلم، یو څو ځایه د لاسونو وینځلو لپاره د نل شیردانونه لګیدلي و؛ خو نه د صابون درک و او نه د لاس وینځلو مایع. لږ وړاندې لاړم، د ځینو تشنابونو دروازې خلاصې وې، ما ویل که د ویروسونو لومړۍ کرښې ته ورغلی یم او ډله ییز بریدونه روان دي. یو بوی، یو مرداری چې د موټرو د هډو تشنابونه یې مقابل کې پاک ستره ښکاریدل.
حیران وم، ځان ته مې کتل. ما ویل که کالیو پسې مې میکروبونه زانګي. په منډه راووتلم. خو هیچرته مې د ویروسونو د وژلو الات پیدا نکړل. شاید، زه د لوحې په مطلب نه وم پوه شوی. د هغې د سپارښتنې موخه به دا وه چې ګوندې هر مراجعه کوونکی باید په جیب کې یو صابون او په لاس کې د اوبو کوزه ولري.
پر یوې بلې لوحې مې سترګې ولګیدې. دا د عمومي دروازې ښي لاس ته وه. پرې لیکلي یې و: د ناروغانو د ستونزو په اړوند څانګه
هیڅ یې په مطلب پوه نشوم، بیا مې متن ولوست بیا همدغه ګډه وډه خبره وه. اخر چې مې د دې متن دري او انګریزي ولوست، نو پوه شوم چې که څوک په دې پاک ستره ماحول کې کوم شکایت لري، نو دلته دې درج کړي!
زه هم ور ننوتلم. دې څانګه کې یو اصلي مامور او دوه درې نور کسان ناست ول. ما ورسره د تشنابونو د چټلۍ او د صابون د نشتوالي ستونزه شریکه کړه. ما ویل بده ده چې د پلازمینې په کچه د استقلال په څیر د یوې سترې او مهمې شفاخانې دا حال وي.
خو هغه، خلک ګناه ګار وبلل او ویل یې چې صابون پټوي. رښتیا، به یې ویل. زموږ خلک جګړو کې لوی شول او د جګړو یوه غټه لاسته راوړنه جګړو مارو ته غنیمتونه وي، دا عادت اوس عوامو ته هم انتقال شوی او هر څه چې وویني خپل ګټلی غنیمت ورته ښکاري.
ما ویل خو هغه پلاستیکي لوښي ولګوئ چې مایع پکې اچول کیږي او مایع خو پټیږي هم نه . راته وې ویل، چې حتی همدا پلاستیکي شیان هم ورک شول.
بیا مې د تشنابونو د وضعیت په اړه ترې وپوښتل.
ویل یې: کیسه دا ده چې د شفاخانې رسمي پرسونل کم دی او مراجعین له حده زیات. دلته یو غریب سړی و. هغه د تشنابونو له هر مراجعه کوونکي فقط پنځه افغانۍ اخیستې، مقابل کې یې تشنابونه پاک ستره ساتل او خلکو ته یې تشناب کاغذ هم ورکاوه؛ خو آن تر وزارته شکایتونه ورسیدل چې په دولتي شفاخانه کې پیسې اخیستل کیږي، تفتیش راغی او بالاخره دغه ستره پنځه روپه ګي ناقانونه پروژه یې د شفافیت لپاره وتړله!
سړی حیران شي، په هغه وزارت کې چې په میلیونونو افغانۍ غرقیږي. آن د مصنوعي تنفس الات یې قاچاقیږي، آن د چایو ترموز پکې ۵۰۰۰ افغانۍ حسابیږي، د روغتونونو په درملو کې فساد کیږي، په تعمیراتي برخه کې فسادونه کیږي او… نو هلته تفتیش خبر هم نه وي؛ خو فقط في نفر پنځه افغانۍ، هغه هم د یوه مهم خدمت په بدل کې ورته فساد اکبر ښکاري او چې ترې خبر شي نو پیریان پرې کیني او مفتشین داسې شي، لکه د لغمان یو امنیه قوماندان چې فرمایلي یې و: چې فساد ووینم نو لیونی کیږم!
د واکسین وضعیت
یوه کوچنۍ خونه ده. د دې مخې ته لاین خلک ولاړ دي. ساعت د سهار ۲۰ باندې اته بجي ښيي خو د خونې ور ته قلف پروت دی. شیبه وروسته ور پرانیستل شو او واکسیناتورانې تشریف فرما شوې.
د مراجعینو له ډلې یوه نفر لیست چمتو کړ او بیا یې د هماغه لیست له مخې خلک رابلل. که څه هم د ګڼې ګوڼې جوړولو ته هیڅ اړتیا نه وه، خو لوستي او نالوستي مراجعین به په دروازه داسې راټول شول، لکه د مرستې خوراکي مواد چې ویشل کیږي.
له کابو دوه ساعته انتظار وروسته نوبت راغی. په دې تنګه خونه کې درې کسان نور هم واکسین ته په تمه دي. د سفید پوشو له ډلې یوه یې نوزاده ماشومانو ته واکسین کوي. بله یې د راجستر په کتاب کې د کرونا ضد واکسینونو مراجعینو معلومات لیکي او یوه بله یې د کرونا ضد واکسین کوي. د ټولو چلند ښه او صمیمانه دی. خو هیڅ یوې ماسک نه دی اچولی. کرونا ضد واکسین کوونکې سره پیچکاري ده او دومره زړه وره ده چې د ماسک په کیسه کې هم نه ده، البته کرونا ویروس به له ستنې ویریږي او د نږدې ورتګ جرئت به نه کوي. خو دا نورې بیا پرته له پیچکارۍ زړورې دي.
د مراجعینو له ډلې یو سړی پر څوکۍ ناست دی او د مراجعینو په راجستر کې مرسته کوي. څلور پنځه کارتونه چې یې وه لیکل، هغه لاړه او واکسیناتورانو بل په عذر و زارۍ پیدا کړ.
دې څانګه کې د ورځې ۷۰ کسانو ته (د نننیو ارقامو له مخې) د کرونا ضد واکسین کیږي او له دې پورته ګنجایش نه لري. که خدای مکړه کرونا پراخه شي او د مقابلې لپاره کاري ظرفیت همدومره وي، نو د هندوستان کیسې شاید هیرې شي.
په هر صورت واکسین مې تطبیق کړ، ان شاء الله کرونا به له پښو وغورځوي؛ خو اوس د هغو ویرسونو په اندیښنه کې یم چې د شفاخانې له تشنابونو مې ځان سره راوړي.
۱۴۰۰/۲/۶
نعمان دوست