چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeسیمه - نړۍجنوبي کوریا کې د پاکستان د سفارت دوه کارکوونکي د چاکلېټو په...

جنوبي کوریا کې د پاکستان د سفارت دوه کارکوونکي د چاکلېټو په غلا نیول شوي

تاند ( دوشنبه، د غویی ۶ ) راپورونه وایي، په جنوبي کوریا کې د پاکستان د سفارت دوه کارکوونکي له یوه دوکان څخه د چاکلېټو په غلا نیول شوې دي.

د کوریا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا دواړه ډېپلوماتان د دوکاندار له شکایت وروسته ګیر شوي دي.

د دغې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې له دې دوو ډېپلوماتانو یوه هغه یې د یونګسان ناحیه کې د لس امریکايي ډالرو په ارزښت غلا کړې ده.

راپور کاږي، دوهم ډېپلومات بیا یو ډالره او ۷۹ سنیټو په ارزښت غلا کړې ده.

د سرچینې په خبره، دې دواړو ډېپلوماتانو له یوه دوکان څخه په بېلا بېلو وختونو کې غلا کړې او اوس مهال ګیر شوي دي.

راپور دغه راز زیاتوي چې یاد کسان د دوکاندار له شکایت وروسته نیول شوي، خو د دیپلوماتیک مصونیت له امله زنداني شوي نه دي.

په جنوبي کوریا کې د پاکستان سفارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. اوس به حتما کوم پنجابي ملا فتوا ورکړي چې له نا مسلمانو خلکو غلا ډېر ثواب لري خصوصا د روژې په مبارکه میاشت کې یې ثواب زر چنده دی. دوی ته هر ناوړی عمل روا دي، خو نور باید په عادي خطا ووژل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب