جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا له خپلو پوځیانو سره یوځای قراردادیان هم باسي

امریکا له خپلو پوځیانو سره یوځای قراردادیان هم باسي

تاند(دوشنبه، د ثور ۶) له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره یوځای زرګونه قراردادیان هم وځي.

مخکې ویل شوي وو چې ممکن زرګونه قراردادیان پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکا د ۲۵۰۰ او د ناټو د نورو غړیو د ۷۰۰ سرتېرو ترڅنګ نژدې ۱۷ زره قراردادیان هم شته. ویل کېږي چې د هغو لوی شمېر د نورو هیوادونو لکه فلیپین، نیپال او نورو هیوادونو اتباع دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومانمدان جنرال سکاټ میلر وايي، قراردادیان به هم له افغانستانه ووځي او افغان امنیتي ځواکونه باید تیار واوسي.

په افغانستان کې دېره خصوصي قرادادیان له امنیته رانیولې تر لوژیستیک، ترانسپورت او د الوتکو تر ساتنې پورې په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

د مسلکي خدماتو د شورا رييس ډیویډ بیرتیو، چې د قراردادیانو د چارو مسوولیت په غاړه لري، وايي چې د دغو کسانو د ایستلو لپاره له وړاندې څخه یو ضیق مهالوېش جوړ شوی دی. «موږ کلونه نه بلکې یوازې څو میاشتې وخت لرو.»

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال کینت میکنزي د اپریل په شلمه د امریکا د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته ویلي و« سره له دې چې قراردادیان مهم رول لري، دا بیخي ښکاره ده چې د هغوی ماموریت پای ته رسېدلی. اکثره قراردادیان خپلو کورونو ته روان دي، یقیناً چې امریکايي قرادادیان وځي.»

تر دې وړاندې تېره میاشت د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي په یوه خبري غونډې کې ویلي و چې تراوسه دا څرګنده نه ده چې د امریکا شخصي امنیتي قراردادیان به په افغانستان کې پاتېږي که نه؟ خو ده وویل چې هدف دا دی چې د امریکا د دفاع وزارت ټول پرسونل به د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د هر سرتېري په پرتله اووه قراردادیان ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب