سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان افغان کډوالو ته؛ یا زر ووځئ یا مو په زوره باسو

پاکستان افغان کډوالو ته؛ یا زر ووځئ یا مو په زوره باسو

تاند:( جمعه، د میزان ۵ مه)د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته خبرداری ورکړی چې زر له دغه هېواده ووځي، کنه په زوره به وویستل شي.

نوموړي په یوه تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې دا به یې دغو کډوالو ته وروستنۍ وینا وي.

د پاکستاني وزیر په وینا، دوی د دسمبر میاشتې تر پیله ټولو ناقانونه کډوالو ته له پاکستانه د وتو فرصت ورکړی او که څوک پر دغه فرصت عمل ونه کړي، په زوره به یې وباسي.

پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر تر ۱،۷ میلیونه تنو ښودلی.

له دوی څخه په وروستیو څو اوونیو کې د شاوخوا یوسلو پنځوس زرو تنو د په زوره ویستل کیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان له دغو کړنو سره هم مهاله، په کور دننه د په زوره ویستل کیدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره د چمتووالی خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دوی رژیم افغانستان  له بهر څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب