یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: د طالبانو محدودیتونو هر دویم افغان په رواني ناروغۍ...

روغتیا نړیوال سازمان: د طالبانو محدودیتونو هر دویم افغان په رواني ناروغۍ اخته کړی

تاند:( جمعه، د میزان ۵ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د طالبانو له خوا پر افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو له حده زیات محدودیتونه د دې لامل شوي چې په هرو دوو افغانانو کې یو تن په رواني ناروغۍ اخته شي.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې شاوخوا ۱۷.۶ میلیونه خلک، چې پنځه میلیونه ښاري اوسیدونکي او ۱۲.۶ میلیونه کلیوال پکې شامل دي، روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي دي: “په ښارونو کې د ۳.۹ میلیونو او په کلیو کې د ۱۰.۱ میلیونه خلکو لپاره روغتیایي خدمتونه پلان شوي دي.”

د 17.6 ملیون خلکو څخه چې طبي مرستې ته اړتیا لري ، 53 سلنه ماشومان ، 44 سلنه لویان او 3 سلنه عمر خوړلي کسان دي.

نوموړي دا هم وویل چې د راتلونکو درېیو میاشتو لپاره یې په هېواد کې د روغتیایي ستونزو د حل لپاره ۲۲۵۰ عاجلې روغتیایي کڅوړې چمتو کړي چې ۲،۲ میلیونه خلک ترې ګټه اخیستلی شي.

 طالبانو دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی معمولاً ټول هغه راپورونه او څرګندونې چې دوی پکې ملامت ګڼل کیږي، د ځان خلاف تبلیغات بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب