دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت په زندانونو کې زندانیان بد شکنجه کېږي

د طالبانو د حکومت په زندانونو کې زندانیان بد شکنجه کېږي

راپور: خاطره نوري

 د طالبانو حکومت په نړیواله کچه د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی. د طالبانو له زندانه را خوشې شوې افغانې میرمنې ادعا کوي چې د طالبانو  په زندان کې شکنجه شوي دي.

یلدا (مستعار نوم) او ظریفه یعقوبي دوه معترضې افغانې میرمني دي چې د طالبانو د حکومت له لوري په کابل کې نیول شوې وې.

که څه هم د طالبانو حکومت عموما د دغه ډول نیونو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي خو تر ډېره په نیول شویو میرمنو تور پورې کوي چې د طالبانو د حکومت په وړاندې خلک پاروي.

 خو معترضو میرمنو څو څو ځله ویلي چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د حق غوښتل جرم نه دی.

یلدا چې د ښځو د حقونو فعاله او د طالبانو د حکومت پر ضد د معترضو میرمنو له سرلارو بلل کیږي د روان میلادي کال د فبروري په نهمه د کابل د پل سرخ په سیمه کې د طالب وسله والو له لوري ونیول شوه.

«دوی راته وویل چې موټر ته وخېژه؛ ما ورته وویل تر هغې چې راته ونه وایې چې ولې؟ نه خېژم. یو کس راته کلاشنکوف سیده کړ، او راته یې وویل چې ماغزه دې شیندم، بل یې له مټ ونیولم او په زور یې په موټر کې کینولم او حوزې ته یې یوړم».

يلدا وايي په حوزه کې راته وویل شول چې ته د طالبانو د حکومت پر ضد خلک راپاروې باید په دې اعتراف وکړې .

اغلې يلدا ادعا کوي چې له دې وروسته یې د طالبانو استخباراتو ته وسپارله او د ده په ګومان په څلویښتم ریاست کې ساتل کېده.

نوموړې وايي چې د استخباراتو په زندان کې شکنجه شوې او د ژمې په یخ موسم کې په ډېرو سړو خونو کې ساتل کېده.

یلدا د استخباراتو په زندان کې د شکنجه کېدو کیسه کوي او وايي:

«دوی بیلابیلې شکنجې ورکولې، لکه د برښنا شاټونه، په یخو اوبو کې د سر ننویستل، وهل ټکول، روحي تکلیفونه، خوب ته نه پرېښودل، داسې لایټونه یې درلودل چې هغه یې درته سترګو ته مخامخ کول چې خوب ونه کړې، د زندان خونه ډېره سړه او یو ډول وحشتناکه وه چې بد بوی یې درلود».

یلدا له ۶۶ ورځو بند وروسته خوشې شوه او اوس له افغانستانه وتلې خو وايي هر ځل چې د زندان د ورځو ترخې خاطرې یادوي ژاړي او ویریږي.

یوه بله معترضه میرمن چې دا هم تازه د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده په زندان کې د شختو شکنجو یادونه کوي او وايي چې په زور ترې بیلابیل اعترافونه اخیستل شوي دي.

ظریفه یعقوبي د ۲۰۲۲ کال د نومبر په درېیمه په کابل کې د ښځو د حقونو د یو بنسټ د موجودیت له غونډې وروسته ونیول شوه.

ظریفه یعقوبي ادعا کوي چې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې سخته وهل او ټکول شوې ده.

«د طالبانو په زندان کې بیلابیلې شکنجې شته، وهل ټکول او برقي شارټونه یې معمول دي، خو هغه ولایتونه چې د رسنیو له پوښښ لیرې دي هلته زما د معلوماتو پر بنسټ په ښځینه زندانیانو جنسي تیری هم کیږي او شکنجه هم ورکول کیږي».

اغلې یعقوبي وايي چې تر دې دمه نه پوهیږي چې طآلبانو په کوم جرم نیولې وه او نه ورته هلته وویل شول چې جرم يې څه و؟

د دې په خبره طآلبانو له څو ورځې سخت زندان وروسته په دې ژمنې چې بيا به د ښځو په اعتراضونو کې برخه نه اخلي او د طالبانو د حکومت لپاره به کار کوي؛ له زندانه خوشې کړه.

خو دا یوازې ښځینه معترضې نه دي چې د طالبانو په زندانونو کې له سختو شکنجو سره مخ شوي دي بلکې یو شمېر نارینه هم چې په ډېرو عادي جرمونو ان د فیسبوک په پوسټونو نیول شوي وايي چې طآلبانو ورسره ډېر بد چلند کړی .

د ښځو د حقونو یوې فعالې سحر ساحل وویل:

«دوی چې کوم کسان نیسي یا  د تېر حکومت وسله وال پوځ غړي دي او یا هم د ښځو د حقونو فعالان؛ دوی سخت شکنجه کوي، په افغانستان کې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسي د بشري حقونو پراخه نقض روان دی، خو هیڅ اداره نشته چې خلک ورته خپل شکایت ورسوي».

نوموړې وايي طالبان که څه هم د اسلام دعوه کوي خو په خبره يې له اسلامه ځکه سرغړونه کوي چې اسلام له ښځو سره د نرمۍ امر کوي او دوی تر ټولو ډېر په افغان میرمنو ظلم او ستم ترسره کوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یو راپور کې ویلي؛ په افغانستان کې یې له بشري حقونو د سرغړونې له ۱۶۰۰ زیاتې قضیې ثبت شوې دي.

 یوناما دا راپور د تېرې سنبلې میاشتې په ۲۹ مه خپور کړو.

دغه راپور [په افغانستان کې له بندیانو سره چلند] په نوم خپور شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د سرغړونو دا موارد یې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ نېټې په ۲۹ ولایتونو کې ثبت کړي دي.

د راپور پر بنسټ د بشري حقونو د دغه سرغړونو پنځوس سلنه یې د شکنجې، ظالمانه او غیر انساني چلند سره تړاو لري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو د عمومي ریاست اړوند توقیف ځایونو کې د خلکو د نیولو او توقیف پر مهال په پراخه کچه ترسره شوي دي.

یوناما د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې په زندانونو کې د شکنجې د درولو او د بندیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره بیړني او ګړندي ګامونه پورته کړي.

خو د طالبانو حکومت د یوناما راپور رد کړی، او دا راپور یې د طالبانو د حکومت پر ضد یو پروپاګند بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان په توقیف ځایونو کې هېڅ ډول شکنجې ته اجازه نه شته.

یوناما په طالبانو غږ کړی چې د جنايي جرمونو په پلټنه کې د مرستې لپاره یو قوي قانوني چوکاټ جوړ کړي ترڅو د سرغړونو او دوامداره غیرقانوني نیولو مخه ونیول شي.

له دې وړاندې د روان لمريز کال د اسد په یو دیرشمه د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو، د نجونو او ښځو زده‌کړو، بیان ازادۍ او ملکي مرګ‌‌ ژوبلې په اړه د طالبانو یو شمېر ځپونکو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دې سازمان له قوله، طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو ساتنې کلیدي بنسټونه ړنګ کړي، د بیان ازادي یې له‌ منځه وړې او په زرګونه افغانان یې په خپلسري ډول نیولي، بندیان کړي، شکنجه کړي، ورک کړي او ان وژلي دي.

2 COMMENTS

  1. یلدا خو دا ټول تهمت کړی طالب پسی ده خپل کیس برابرولولپاره خو چی کاش طالب دغسی شکنجی ورکړی وی بیا به دی رسنیوکی ده داسی غاړوتوان نه درلود

  2. په پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو او سی آی اي تربیه شوی خلیلزاد تر رهبری د مهاجرینو اولادونو لپاره د طالبانو شعار لاندی په سل هاو قدیانی مدرسی جوړی شوی او همدارنګه د پنجابی پاکستان له خوا او د خلیلزاد په همکاری د قومی او ژبنی تفریقو په اساس ئی تنظیمونه رامینځ ته کړل ، په ۱۹۸۱ کال کښی امریکا او پنجابی پاکستان ته مسلسل اعتراضونه وشول اما خائین خلیلزاد په خندا سره مسلسل تکرارول چی دا ډول افراطی مدرسی او تنظیمونه باید د شوروی ، چین او ایران پر ضد رامینځ ته شی او دا ممالک به ددی افراطیانو په وسیله به مسلسل مشکلاتو سره مخامخ وی اما دوی ته ویل کیدل چی دداسی تربیه شوو عناصرو له خوا به افغان ملت د تباهی سره مخاخ کوی او دا وروسته او اوسنی حالت کښی په اثبات هم ورسیده ، افغان ملت د قاتلو تربیه شوو غلامو کمونیستانو او د پنجابی پاکستان او امریکا له خوا غلامو تربیه شوو تنظیمونو ، غلامو تربیه شوو قدیانیو طالبانو او د اخوندی ایران غلامانو له خوا په سره اور کښی اچول شوۍ دی او صادقی افغانانی او صادق افغانان باید په یو وحدت ددی مضرو مکروبونو له مینځه وړلو لپاره سره راټول شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب