پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهرسنۍ: کابل په بشپړ ډول د وچېدو له ګواښ سره مخ ده

رسنۍ: کابل په بشپړ ډول د وچېدو له ګواښ سره مخ ده

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۹مه』یو شمېر نړیوالو رسنیو د یوه نادولتي سازمان، مرسي کورپس د راپور له مخې ویلي چې ښايي کابل د نړۍ لومړنۍ پلازمېنه شي، چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ او بشپړه وچه شي.

رسنۍ وایي دا کړکېچ کولای شي اقتصادي ځوړ هم رامنځته کړي.

راپورونو زیاته کړې، کابل درې لسیزې وړاندې تر ۲ ملیونو کم نفوس درلود، خو اوس د نفوس او اړتیاو له زیاتېدو سره د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده.

ویل کیږي چې تېرو کلونو کې د اوبو ناسم مدیریت له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۳۰ مترو ټیټه شوې ده.

تېره سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (F.A.O) خبرداری ورکړی وو چې، وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

یاد سازمان فاریاب یو له هغو ولایتونو یاد کړی وو چې، د وچکالۍ له امله سخت ځپل شوی او اوسېدونکي او کروندګر یې د اوبو او څړځایونو له کمښت سره مخ دي.

افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د نظر خاوندان یې لامل د خلکو او د حکومت بې پروایي بولي.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو هم پر خلکو غږ کړی چې، د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړي؛ څو هیواد مو له وچکالۍ څخه وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...