پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه، د کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ...

ملګري ملتونه، د کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د ناستې غوښتنه کوي

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۹مه』د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلېپو ګراندي د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره لېدنه کې د افغانستان، ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي، کابل کې د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک استازو سره د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوي په موخه هم خبرې کوي.

ګراندي زیاته کړې، هرات ولایت ته د سفر هوډ لري او له هغه ځایه به ایران ته لاړ شي، د راستنېدونکو او هلته د مېشتو افغانانو پيغام به له تهران سره شریک کړي.

بل لورته د طالبانو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر ایران او پاکستان سره د درې اړخیزې ناستې د چمتووالي ترڅنګ تر را روان ژمي مخکې راستنو شویو ته د سرپناه په برابرولو ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ زره تنه په جبر له ایرانه هېواد ته راستنیږي.

بل لورته په کور دننه راغلي کډوال هم له سختو ننګونو سره مخ دي.

دوی وایي کډوالۍ ترې هر څه واخیستل او اوس په خپل وطن کې هم د لومړنیو توکو او س پناه له نشتون نه کړېږي.

کډوال هیله مندي ښیي چې طالبان به د ژمي تر رارسېدو وړاندې دوی ته د سرپناه زمینه برابره او د لومړنیو توکو مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...