Homeخبرونهله ترکمنستانه هرات ته د وارداتي برېښنا پروژه بشپړه شوه

له ترکمنستانه هرات ته د وارداتي برېښنا پروژه بشپړه شوه

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۹مه』 افغانستان کې د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، د برېښنا لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکو له ترکمنستانه هرات ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټ وراداتي برېښنا پروژې چارې بشپړې کړې.

یاد شرکت زیاته کړه چې، د وارداتي برېښنا نیمګړې دغې پروژې چارې، چې د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا د هرات نورالجهاد سب سټېشن سره نښلوي په ۴۲ کاري ورځو کې بشپړې کړې.

یادې پروژې ته د ۵۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت تخنیکي تجهیزات چمتو شوي و، خو چارې یې نیمګړې پاتې وې.

د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، د دې پروژې بشپړېدو سره به هرات ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

دا پروژه داسې مهال بشپړېږي، چې د یو شمېر تودو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت لري.

دوی وایي له یوه لوري ګرمي او بل لورته د برق پرچاوي د تودو سیمو د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

کارپوهان بیا د دې ستونزې مناسبه حل لار پر داخلي اوبو پانګونه یادوي.

دوی وایي که طالبان پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړ کړي نو راتلونکي ته به هېواد د برېښنا له واردولو خلاص وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...