تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن رضا نقوي د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، او د کورنیو چارو وزارت سکرتر، نن کابل ته راورسېدل.
دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي مسایلو او سیمهییزو همکاریو په اړه د زیاتېدونکو سلا مشورو په دوام کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې پاکستانی پلاوی په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره وګوري او د پولو د امنیت، د وسلوالو ډلو پر ضد د مبارزې، او د استخباراتي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
دا کتنه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو یوه برخه ده، چې هدف یې په سیمه کې د ثبات ټينګول او د هغو امنیتي ګواښونو پر ضد ګډ اقدام دی چې دواړه خواوې یې جدي ګڼي.
د خبرو سرچینو په وینا، د خبرو اصلي محوري ټکي عبارت دي له:
- د پولو امنیت
- د ترهګرۍ ضد مبارزه
- او د استخباراتي معلوماتو تبادله.
دا لوړپوړی پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې وړمه ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم له سراجالدین حقاني سره کتلي وو.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د پولو د مدیریت، د امنیتي همکاریو، او د مخدرو موادو پر ضد مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی و.
اسحاق ډار ویلي و:
“تر هغه چې دایمي امنیت او مؤثر سرحدي مدیریت رامنځته نه شي، نه شو کولای له اقتصادي ظرفیتونو څخه ګټه واخلو او سیمهییز اتصال پیاوړی کړو.”
نوموړي دا هم ویلي، چې د سرحدي جرمونو او مخدره توکو پر ضد مبارزه باید د پاکستان او افغانستان ګډ لومړیتوب وي.
د کډوالو په اړه د نقوي څرګندونې
تر دې مخکې د جمعې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه (PoR) نور تمدید نه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان به، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په تور لېست کې شامل شي او بیا به پاکستان ته د ننوتو اجازه ونه لري.
محسن نقوي په اسلامآباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې له غیرقانوني مهاجرت، په ځانګړي ډول له افغان اتباعو سره به هېڅ ډول نرمي و نه شي.
نوموړي زیاته کړه: «هغو افغان اتباعو ته چې په غیرقانوني ډول په پاکستان کې اوسي، د استوګنې د تمدید اجازه نه ورکول کېږي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم څرګنده کړه چې ایران د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو لسو ورځو کې تر ۳۰۰ زره ډېر افغان اتباع ایستلي دي.
راپورونه ښيي چې پاکستان هم د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۰۰ زره زیات افغان مهاجر ایستلي دي.