جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتقي: په بګرام کې هیڅ بهرنی پوځي نه شته

متقي: په بګرام کې هیڅ بهرنی پوځي نه شته

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه رد کړې دي چې ګواکې په بګرام هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونه حضور لري.

متقي دا ادعاوې «له واقعیت څخه لرې» وبللې.

هغه د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسي انستیتیوت له فارغانو سره د فراغت په مراسمو کې وویل:«اسلامي امارت په کلکه د هر ډول بهرني پوځي حضور مخالف دی.»

نوموړي ټينګار وکړ:

«افغانستان به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور ونه مني. دا پیغام باید په خلاصو غوږونو واورېدل شي.»

متقي نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې دا مهال هیڅ بهرنی پوځي پرسونل په افغانستان کې حضور نه لري، او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو، او د طالبانو د اسلامي امارت د حاکم نظام واقعیتونه ومني.

متقي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ډونالډ ټرمپ څو ځلې ادعا وکړه، چې ګنې د بګرام په هوايي اډه کې چینايي پوځیان مېشت دي. د ټرمپ دا ادعا په امریکا کې هم ډېره جدي نه ده انګېرل شوې.

1 COMMENT

  1. ټرمپ مطلب دا نه وو چې په بګرام کې ولی چینایان اوسیږی مطلب دا وو چې لومړی باید دا آډه موږ باید له لاسه نه وای ورکړی بل مطلب دا ده چې موږ باید نظامي آډه په واک راکړل شي

    چې امیر خان متقي ورته کلک ځواب ورکړی چې یعنی نه کیږی
    «اسلامي امارت په کلکه د هر ډول بهرني پوځي حضور مخالف دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...