جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهجهانيلوبه بدلیږي | عبدالباري جهاني

لوبه بدلیږي | عبدالباري جهاني

د مارچ پر دیرویشتمه، د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو، په څه کم یوه میاشت کي، د دوهم ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ. د ښاغلي پومپیو سفر بې نتیجې ختم سو؛ خو په نتیجه کي د امریکا حکومت دونه په غوسه سو چي خارجه وزارت په هماغه ورځ، شخصاً د مایک پومپیو په قلم او صلاحیت، اعلامیه صادره کړه او د روان کال لپاره یې خپل مالي کومکونه تر یو میلیارډ ډالرو پوري کم کړل او د راتلونکي ۲۰۲۱ کال لپاره یې د یو میلیارډ نور کموالي تهدید وکړ. پومپیو، له کابل څخه تر روانېدلو وروسته، سمدستي قطر ته ولاړ او په دوحه کي یې له طالب مشرانو سره هم وکتل.

دا چي پومپیو دا اعلامیه په دونه تفصیل او په دومره تلوار خپره کړه له دې څخه ښکاري چي په دې باره کي مخکی له مخکي فیصله سوې او متن ترتیب سوی وو. زما د دې ادعا لومړی دلیل دا دی چي خارجه وزارت، هغه هم په دونه عجله او وارخطايي، د دونه جدي او حیاتي اقدام او د دومره زیاتو پیسو، چي سمدستي دوه میلیارډه کیږي، د کمولو او زیاتولو صلاحیت نه لري. حتی جمهورریس ټرمپ هم باید د دونه زیاتو پیسو د منظورولو او یا له یوه ځایه اخیستلو او بل ځای ته ورکولو په برخه کي له کانګریس څخه منظوري واخلي. یو احتمال به دا وي چي پومپیو عصبي سوی، له خپل صلاحیت څخه یې کار اخیستی او په اصطلاح پښې یې تر کمبلي اوږدې کړي دي. البته دا احتمال د پومپیو په څېر یوه با تجربه ډیپلوماټ په حق کي، چي ټول عمر یې، د سي آی اې د ریاست په شمول، په لوړو مقامونو کي تېر کړی دی، کمزوری ښکاري.

د خارجه وزارت په اعلامیه کي، له سره څخه تر پایه پوري، دواړه مشران، اشرف غني او عبدالله، یو شان ملامت بلل سوي او د ګډ حکومت پر سر توافق ته د نه رسېدلو پړه ورباندي اچوله سوې ده؛ په داسي حال کي چي دواړه خو، د ماشومانو په څېر، یو شان ملامتېدلای نه سي. په دواړو کي به یو حتما یو څه پر حق وي او د دوی د لجاجت صدمه باید ټول افغان اولس ته ونه رسیږي. 

د بلي خوا چي ورته وګورو، که اشرف غني پر حق وي او که نه وي دغه ګړی یې د دفاع د وزارت، داخله وزارت، استخباراتو او ټولو مهمو ادارو واک په لاس کي دی. د هغه حکومت، له ټولو ستونزو او نیمګړتیاوو سره، یو واقعیت دی. په مقابل کي عبدالله دوې پښې په یوه موزه کي اچولي او ځان قانوني اولسمشر بولي؛ خو د یوه والي او یوه اولسوال د مقررولو توان ورسره نسته . په عمل کي معلومه سوه چي د ده له خوا ټاکل سوي والیان چا دفتر ته پرې نه ښودل. د وزیرانو او سفیرانو خبره خو لا پرېږده. 

په دې صورت کي، زما په فکر، کابل ته د پومپیو سفر ته هیڅ حاجت نه وو بلکه خلیلزاد هم عبدالله ته ویلای سوای چي هلکه هغه په سل هاوو میلیوڼه ډالره ، چي د امریکا له برکته دي تر لاسه کړي دي، کافي دي. د بل ځل انتخاباتو لپاره تیاری وکه. او که چیري د عبدالله په څېر یوکمزوری سیاسي مشر، چي پرته له څو کرايي میټینګونو او چیغو وهلو څخه یې نور هیڅ په وس پوره نه وي، دونه مهم دي چي پومپیو یې د خوشالولو او راضي کولو لپاره له واشنګټن څخه ورځي نو بیا خو په افغانستان کي نور داسي کسان هم سته چي هم تر عبدالله ډېر غښتلي او هم د هغه په څېر د امریکا له برکته د هر څه څښتنان سوي او تر عبدالله ډېر ثناګویه دي. ګلبدین، سیاف، کرزي، عطا، دوستم، خلیلي او نورو لېوانو څه ګناه کړې ده چي په همه شموله حکومت کي برخه نه ورکوله کیږي.

زه د دغو دلایلو په اساس، چي خدای دي وکړي زما ټول استدلال غلط وي، دې نتیجې ته رسېږم چي امریکا د ملانصرالدین پوستین ته چل جوړ کړی دی. په اصل کي یې غوښتل چي په خپله پالیسي کي ۱۸۰ درجې تغییرراولي او دې کار ته یې ډېره ښه پلمه، په ډېر ښه وخت کي، په ډېره لنډه فاصله کي په لاس ورغله. دا دي هم زموږ په یاد وي چي له کابل څخه قطرته د پومپیو سفر ډېر بې دلیله او یوازي د تفریح او سات تیري لپاره نه وو.

د اعلامیې په دوهم پراګراف کي راغلي دي« متحده ایالات له دې امله ژوره خواشیني څرګندوي چي د افغانستان جمهورریس اشرف غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله خارجه وزیر پومپیو ته اطلاع ورکړې ده چي دوی نه سي کولای د یوه داسي همه شموله حکومت پر جوړولو باندي موافقه وکړي چي هغه د هغو ستونزو چاره وکړي چي حکومتولي، سوله او امنیت ورسره مخامخ دي او د افغانستان د خلکو د روغتیا او ښېګڼي لپاره لازم دی. متحده ایالات له دې امله له دوی څخه ماءیوس دی چي د دوی دغه راز سلوک د افغانستان او زموږ مشترکو ګټو ته تاوان رسوي»

لومړی خو « د اطلاع ورکړې ده » له عبارت څخه په څرګنده معلومیږي چي دا خبري او استدلال باید په مخامخ لیدنه کي نه وي سوی او دواړو مشرانو خارجه وزیر پومپیو ته خپله عقیده د مکتوب یا ټلفون له لاري څرګنده کړې وي؛ چي زه هغه خپله پخوانۍ خبره تکراروم چي دا اعلامیه مخکي له مخکي ترتیب سوې وه. که له عبارت پردازیو څخه تېر سو نو بله خبره دا ده چي که له همه شموله حکومت څخه د پومپیو مطلب هغه مخکنی دوه سری حکومت وي هغه خو څه باندي پنځه کاله تجربه سو، چي نه د امنیت او نه د سولي په درد لګېدی. له بلي خوا اشرف غني داسی یوه سړي ته چي د ده قدرت او داخلي امنیت او سولي ته هیڅ ډول خطر نه سي متوجه کولای ولي، په لوی لاس، په حکومت کي پوره نیمايي ونډه ورکړي؟ موږ اورېدلي دي چي دا ځل عبدالله تر پخواني دوه سري حکومت زیات امتیازات غوښتي دي او اشرف غني یې ورکولای نه سي.

زه په دې عقیده یم چي امریکا د لوبي د بشپړ بدلولو په لټه کي ده. دې حکومت، چي د منځته راوړلو او دوام بشپړ مسوولیت یې د امریکا په غاړه دی، نه یوازي نتیحه ورنه کړه بلکه امریکا ته یې، په داسي حال کي ځاني او مالي تاوانونه ورسول چي هغه هیواد ته یې هیڅ ګټه ونه کړه او بده خو لا دا ده چي د په افغانستان کي د رواني جګړې پای نه چاته معلوم او نه یې سمه پیش بیني کولای سي. نه د طالبانو د له منځه وړلو او په افغانستان کي د امنیت د ټینګولو لپاره د اوباما د قواوو زیاتولو ګټه وکړه او نه د ټرمپ د قواوو کمولو. زه یقین لرم چي امریکا، د نړۍ د یوه ستر طاقت په حیث، د افغانستان په څېر یوه کمزوري هیواد سره د مقابلې لپاره، د خپلو عملیاتو د پلان دوهم او دریم پړاو سنجولی وو. لومړی پړاو پر ختمېدلو ښکاري. دوهم ته یې ځان ټینګ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب