Homeخبرونهپه چترال کې د داعش او د ازادي جبهې پر مرکزونو د...

په چترال کې د داعش او د ازادي جبهې پر مرکزونو د درون برید شوی

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د طالبانو حکونت ته نژدې حریت راډیو ادعا کړې چې د افغانستان د دفاع وزارت بې پېلوټه الوتکو نن (دوشنبې) د خیبرپښتونخوا ایالت د چترال په سیمه کې د داعش او د نورو وسله والو مخالفانو پر مرکزونو هوايي برید کړی دی.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت یوې وسله والې مخالفې ډلې د کوز چترال له شاه سلیم څخه ډیورند کرښې ته نژدې په زیباک ولسوالي کې بریدونه وکړل او د طالبانو په وینا حمله کوونکي یا ووژل شول او یا بېرته چترال ته وتښتېدل.

د حریت راډیو د ادعا له مخې، د چترال په شاه سلیم کې بمباري شوي مرکزونه د طالبانو پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېدل.

پاکستان یا د طالبانو دفاع وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 تر دې وړاندې د افغانستان په دفاع وزارت پورې اړوندو بې پېلوټه الوتکو څو ځلې د اسلام اباد – راولپنډۍ په شمول په پاکستان کې هدفونه ویشتي. وروستی ځل طالبانو ویلي و چې په خیبر دره کې یې د داعش مرکزونه ویشتي دي. پاکستان دا برید تایید کړی و خو ادعا یې کړې وه چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکې یې مخکې تر دې چې هدف په نښه کړي، ویشتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...