تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې پر افغان محصلانو د زدهکړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زدهکوونکي چې معتبره ویزه ولري او د یوه پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلاماباد کې په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل، هغه افغان محصلان چې له پوهنتون سره ثبت نه وي یا معتبره ویزه ونه لري، د پاکستان د اوسنیو مقرراتو له مخې له ستونزو سره مخ کېدای شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) په بېلابېلو طبي پوهنځیو کې له شاملو افغان محصلانو ته امر وکړ چې له پاکستان څخه ووځي. دې شورا تایید کړې چې دغه حکم د پاکستان ټولو دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو ته استول شوی دی.
په دې حکم کې له لومړي کال څخه تر وروستي کال پورې ټول افغان محصلان شامل دي.
په اسلاماباد کې افغان سفارت د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د زدهکړو په څېر مهمه برخه باید له سیاسي اختلافاتو خوندي پاتې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې افغانستان د پاکستان دښمن هېواد نه دی، خو د ده په وینا، د اوسني افغان حکومت له لوري د پاکستان امنیتي اندېښنې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ په اړه په کافي اندازه نه درک کېږي او تر هغې چې دغه پېښې کمې نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې نه شي ټینګېدای.
دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هم شوې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ۲.۴ میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه وتلي چې شاوخوا ۲۰۰ زره یې له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.