Homeخبرونه'اتحاد المجاهدین'؛ په پاکستان کې نوې راڅرګنده شوې وسله واله ډله له...

‘اتحاد المجاهدین’؛ په پاکستان کې نوې راڅرګنده شوې وسله واله ډله له ټي ټي پي سره څه توپیر لري؟

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) په پاکستان کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د «اتحاد المجاهدین» په نوم د یوې نوې وسله والې ډلې نوم ډېر مطرح شوی دی. د پاکستاني او نړیوالو څېړونکو په وینا، دا ډله که څه هم له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره نژدې اړیکې لري، خو خپل جلا تشکیلات، مشرتابه او عملیاتي جوړښت لري.

د بي بي سي اردو د راپور له مخې، اتحاد المجاهدین د درېیو وسله والو ډلو یو ائتلاف دی چې مهمې برخې یې د حافظ ګل بهادر ډله، لشکر اسلام او حرکت انقلاب اسلامي پاکستان دي. دغه ائتلاف د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۱مه لومړی ځل راڅرګند شو او خپل فعالیتونه یې تر ډېره د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان، بنو او خیبر سیمو کې متمرکز کړي دي.

له ټي ټي پي سره اصلي توپیر

د امنیتي چارو څېړونکي وايي، اتحاد المجاهدین د ټي ټي پي په څېر د پاکستان د پوځ پر ضد وسله وال فعالیتونه کوي، خو د ټي ټي پي رسمي برخه نه ده. د دې ډلې مشري د حافظ ګل بهادر په لاس کې ده، چې له دوو لسیزو راهیسې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو یوه پیاوړې شبکه لري. په مقابل کې ټي ټي پي یو پراخ چتر دی چې ګڼې بېلابېلې ډلې پکې راټولې شوې دي.

له القاعده شبکې سره د اړیکو ادعا

ځینې څېړونکي باور لري چې اتحاد المجاهدین د هند د براعظمګي له القاعده (القاعده برصغیر) سره هم نژدې اړیکې لري. د دوی په وینا، د دې ډلې د تبلیغاتي موادو، رسنیز سبک او نظریاتي پیغامونو او د القاعده د برصغیر څانګې ترمنځ ورته والی لیدل کېږي، که څه هم داسي خپلواکې رسمي سرچینې نشته چې دا اړیکې دې تایید کړي.

پرمختللې جنګي لارې

د راپور له مخې، اتحاد المجاهدین یوازې پر دودیزو بریدونو بسنه نه ده کړې، بلکې د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او وروسته د ځانمرګو بریدونو ادعاوې یې هم کړې دي. سربېره پر دې، دا ډله په ټیلیګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې په اردو، پښتو او انګلیسي ژبو پراخ تبلیغاتي فعالیتونه کوي.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل او د ۲۰۲۶ کال د اپرېل ترمنځ، د اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP) ډلې لږ تر لږه د ۵۰ ډرون (بې پېلوټه الوتکو) بریدونو مسوولیت منلی و، چې په اوسط ډول هره میاشت نژدې څلور بریدونه کېږي.

خو د دې پرتله، یوازې د ۲۰۲۶ کال له مارچ څخه تر جون پورې په څلورو میاشتو کې دې ډلې د ۴۷ ډرون بریدونو مسؤلیت منلی، چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۱۲ بریدونه کېږي. دا ښيي چې د ډلې د ډرون بریدونو شمېر په وروستیو میاشتو کې په څرګند ډول زیات شوی دی.

په همدې موده کې، اتحاد المجاهدین پاکستان د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په بنو کې د ترسره شوي یوه ستر ځانمرګي برید مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی. د ډلې په وینا، په دغه برید کې ۲۹ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

د پاکستان لپاره نوې امنیتي ننګونه

شنونکي وايي، که ټي ټي پي، اتحاد المجاهدین او جماعت الاحرار تر جلا جلا رهبرۍ لاندې فعالیت ته دوام ورکړي، نو په پاکستان کې به وسله وال وضعیت لا پېچلی شي. د دوی په باور، د څو بېلابېلو وسله والو شبکو شتون به د اسلام‌اباد لپاره د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، د هر ډول احتمالي خبرو اترو او سولې هڅې هم ستونزمنې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...