افغانستان د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې د ډېرو یرغلونو، جګړو او ناخوالو شاهد پاتې شوی دی، خو د وروستیو پنځوسو کلونو پرلهپسې جګړو زموږ هېواد ته داسې درانه زیانونه واړول چې اغېزې یې د ژوند په هره برخه کې څرګندې دي. له بده مرغه، یوازې ودانۍ او زیربناوې ونه نړېدې، بلکې زموږ ټولنیز، کلتوري او تعلیمي ارزښتونه هم سخت زیانمن شول.
هغه افغانستان چې یو وخت د مینې، ورورولۍ، متقابل احترام او انساني ارزښتونو بېلګه و، نن له ګڼو ټولنیزو ننګونو سره مخ دی. پخوا به د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت، د ګاونډیانو همکاري او د خپلوانو ترمنځ مینه زموږ د ټولنې ښکلي دودونه وو. د کلیو دودونه او رواجونه د خلکو لپاره د قانون حیثیت درلود. که چا به د ټولنې له منل شویو اصولو سرغړونه کوله، د سپینږیرو جرګه به یې په عادلانه توګه پرېکړه کوله او ټول به ورته غاړه اېښوده.
په هغه وخت کې به خلک یو بل ته د ورور، تره، ماما، خور، ترور، وراره، خورزې او نورو خپلوۍ په نومونو غږېدل. د ودونو، اخترونو او نورو خوښیو په مراسمو کې به ټول خلک د یووالي، مینې او اخلاص په فضا کې ګډون کاوه. همدا ارزښتونه زموږ د ټولنې اصلي پانګه وه.
خو جګړو، بېثباتۍ او کډوالۍ زموږ د ټولنې بڼه بدله کړه. افغانستان له نړۍ څخه په علم، تعلیم او کلتوري پرمختګ کې وروسته پاتې شو. د جګړې تر څنګ، بېوزلۍ او مهاجرت هم د خلکو پر فکر، شخصیت او چلند ژور اغېز وکړ.
نن سبا زموږ ځینې ځوانان د ازادۍ مفهوم په سمه توګه نه درک کوي. ځینې ازادي د بېحده بېپروایۍ او له خپلو کلتوري ارزښتونو څخه د واټن په معنا اخلي، او ځینې بیا د دین په نوم داسې افراط ته ځي چې د اسلام د رحمت، اعتدال او اخلاقو اصلي روحیه تر سیوري لاندې راولي. حال دا چې اسلام د اعتدال، پوهې، زغم او ښه اخلاقو دین دی، او ازادي هم د مسؤلیت تر څنګ ارزښت لري، نه بېبندوبارۍ.
په اروپا کې هم زموږ ځینې هېوادوال د مهاجرت له فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه نه اخلي. د ځینو کړنې نه د اروپایي ټولنو له قوانینو او ارزښتونو سره سمون لري او نه هم زموږ د ملي او اسلامي کلتور استازیتوب کوي. انسان باید هر ځای چې ژوند کوي، خپل اصیل شخصیت، اخلاق او هویت وساتي.
له بلې خوا، تعصب، سپکې خبرې، بېاحترامي او د یو بل سپکاوی زموږ د ټولنې د یووالي لپاره ستر ګواښ دی. دا ستونزې یوازې په ځوانانو پورې محدودې نه دي، بلکې د مشرانو او کشرانو ترمنځ هم لیدل کېږي. له همدې امله زموږ ټولنه رښتینو، هوښیارو او مسؤلو مشرانو ته اړتیا لري چې د اختلافونو پر ځای د یووالي، پوهاوي او اصلاح پیغام خپور کړي.
موږ باید د نیوکو پر ځای د حل لارې ولټوو. د کورنۍ، جومات، ښوونځي، رسنیو او ټولنیزو بنسټونو له لارې د سالم فکر، ښه اخلاقو او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړو. اصلاح له ځان څخه پیلېږي. که هر یو مو خپل مسؤلیت په صداقت ترسره کړي، نو ټولنه به هم ورو ورو بدلون ومومي.
موږ ټول، که په افغانستان کې یو او که د نړۍ په هر هېواد کې، د خپل وطن استازي یو. زموږ کړنې د افغانستان نوم او حیثیت منعکس کوي. نو راځئ چې د قوم، ژبې، سیمې او سیاسي اختلافونو پر ځای د یووالي، متقابل احترام، علم، اخلاقو او ورورولۍ لاره خپله کړو.
که موږ له خپل ځان څخه بدلون پیل کړو، د مشر او کشر احترام وکړو، د یو بل درد خپل درد وبولو، او د مور په شان پر خپل ولس مهربان شو، نو باور لرم چې د افغانستان روښانه راتلونکی ناشونی نه دی.
الله تعالی دې زموږ هېواد ته تلپاتې سوله، علم، یووالی او سوکالي په نصیب کړي، او موږ ټولو ته دې د حق، انصاف او نېکو اعمالو توفیق راکړي.
آمین