تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه) څېړونکو داسې مصنوعي حجره (سلول) جوړه کړې چې د طبیعي حجرې په څېر تغذیه کولی شي، وده کوي او تکثیرېږي. دا پرمختګ د مصنوعي بیولوژۍ په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او ښايي په راتلونکي کې د ځانګړو هدفونو لپاره د «ژوندو ماشینونو» په څېر د مصنوعي ژوو (ژوندیو موجوداتو) د جوړولو لار هواره کړي.
د امریکا د مینیسوټا پوهنتون د مصنوعي بیولوژۍ استادې کېټ اډامالا او د هغې څېړنیزې ډلې دا حجره د ناژوو سا نا ژوندیو کیمیاوي موادو له بېلابېلو برخو څخه جوړه کړې ده.
که څه هم دا لومړنۍ نمونه لا هم ساده او کمزورې ده، خو څېړونکي وايي چې دا به د ژوند د رامنځته کېدو د څرنګوالي په ښه پوهېدو کې مرسته وکړي او په راتلونکي کې به د بیولوژۍ د ځینو لویو ستونزو د حل لپاره هم وکارول شي.
دا مصنوعي حجره نه نباتي ده او نه حیواني، خو تر ټولو ډېر د یوې ساده باکتریا له حجرې سره ورته والی لري.
اډامالا وایي: «زه د دې حجرې ټول جوړښتي مواد پېژنم او دقیق پوهېږم چې کوم کیمیاوي مواد او مالیکولونه په کومه اندازه پکې کارول شوي دي. همدا ځانګړنه موږ ته اجازه راکوي چې دا حجره له سره طرحه او انجنیري کړو.»
«سپډسېل»؛ داسې حجره چې تکثیرېږي، خو مرستې ته اړتیا لري
څېړونکو خپله دا مصنوعي حجره په ټوکو «سپډسېل» (SpudCell) نومولې ده، چې د «سپوټنیک» له نوم څخه یې الهام اخیستلی دی.
اډامالا وايي، هیله لري چې دا پروژه د بیولوژۍ په برخه کې د نوې دورې پیل وي او انسانانو ته دا زمینه برابره کړي چې ژوندي سیستمونه د اړتیا له مخې طرحه او جوړ کړي.
سپډسېل چې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ مالیکولونو جوړه ده، د تغذیې، ودې او تر پنځو نسلونو پورې د تکثیر وړتیا لري. دا د طبیعي حجرو پرتله ډېره ساده ده، ځکه طبیعي حجرې میلیونونه او ان میلیاردونه مالیکولونه لري.
څېړونکې دا حجره «یو ډېر کمزوری ژوندی سیستم» بولي، ځکه اوس مهال یوازې تغذیه کوي او کله ناکله نوې حجرې تولیدوي. د هر نسل تکثیر شاوخوا ۱۲ ساعته وخت نیسي او د سانتي ګراد ۳۰ درجې تودوخې او دوامدارې تغذیې ته اړتیا لري.
دا مصنوعي حجره د طبیعي حجرو برعکس د حجرې داخلي سکلیټ نه لري، بلکې داسې پروتینونه تولیدوي چې د حجرې په غشا کې راټولېږي او د غشا په وېشلو سره د حجرې د تکثیر سبب کېږي.
ایا دا د ژوند رامنځته کول دي؟
د امریکا د سټینفورډ پوهنتون د بایوانجنیرۍ استاد ډرو اېنډي وايي، سپډسېل لا هم بشپړ ژوندی موجود نه شي بلل کېدای.
د هغه په وینا، «موږ لا هم د ژوند په ماهیت بشپړ نه پوهېږو. زه باور لرم چې کېټ یوه حجره جوړه کړې، خو دا نه شم ویلای چې هغې ژوند رامنځته کړی دی.»
سره له دې، څېړونکي ټینګار کوي چې دا مصنوعي حجره په خپل اوسني حالت کې هېڅ ډول بیولوژیکي خطر نه لري او د بیولوژیکي وسلې په توګه نه شي کارېدلی، ځکه له لابراتواره بهر او د انسان له لوري له تغذیې پرته د ژوند او تکثیر وړتیا نه لري.
د دې پروژې څېړنیزې ډلې د «بیوټیک» په نوم یو غیرانتفاعي بنسټ هم جوړ کړی او غواړي د سپډسېل اصلي ټکنالوژي د «لینکس ته ورته» د پرانیستې متن د عملیاتي (اپرېشن) سیستم په څېر د نړۍ له نورو څېړونکو سره شریکه کړي، څو د مصنوعي حجرو د بیولوژۍ لپاره یو ګډ نړیوال معیار رامنځته شي.