سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ط-انو امر بالمعروف د لمانځه او حجاب په اړه نوي قيودات...

د ط-انو امر بالمعروف د لمانځه او حجاب په اړه نوي قيودات اعلان کړل

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې امربالمعروف وزارت نن په جوماتونو کې په ډله ییز ډول د لمانځه او د ښځو د حجاب په اړه خپل قيودات اعلان کړل.

په کابل کې ځايي سرچينو ويلي،چې د لمانځه په اړه د طالبانو د يادې ادارې قیودات په دې ډول خلکو سره شریک شوي:

– د جمعې په ورځ به له 12:30 څخه ټول دوکانونه بند وي ـ له لمانځه وروسته یې بېرته خلاصولی شي.

– د پینځه وخته لمانځه لپاره به دوکانونه بند وي.

– مقتدیان دې ملا امامانو ته خپل لمونځونه تکرار کړي او هم دې واجبات او مستحبات زده کړي.

– واده کې له موسیقۍ ډډه ـ د کرایې سامان والا دې ورته لوښي نه ورکوي.

 په ورته وخت کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت د یو کلن فعاليت راپور له رسنيو سره شريک کړ‌.

نوموړي وويل،چې په دولتي ادارو کې د دې وزارت محتسبین ګمارل شوي، څو خلک “ښو کارونو” ته وبولي او له “منکراتو” یې راوګرځوي.

هغه د ښځو پر حجاب له ټینګار سره وویل،چې ۹۹سلنه ښځې په حجاب کې ګرځي،خو د نورو د با حجابه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د هغه په وينا، حجاب نه باید تنګ،نازک،ډيزاین لرونکی او معطر وي.

 ‏په ورته وخت کې د کابل پوهنتون یوې محصلې په خپره کړې ویډیو کې ويلي،چې د طالبانو له لوري نن د پوهنتون انګړ او ازموينې ته له دې کبله اجازه نه ده ورکړل شوې،چې د حجاب رنګ یې تور نه و.

طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. دادخره زامن ، ددوی په اسلام د نالت شي ! هی د احمق زامنو عقیده د هر چا خپل کار دی ! زه به درشم خو د شپې به بیا خرې غیم ! نو بیا به داد جاهل زامن څه کوي ! عقیده د هر چا خپل کار ده !! تاسو رزیلان نه په حکومت پوهیږي او نه په انسانیت خوشې د غوا زامن یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب