Homeخبرونهپه ۲۱ولایتونو کې بيا د سېلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی

په ۲۱ولایتونو کې بيا د سېلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان وکړ، چې نن او سبا به په ۲۱ ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي او سېلاوونه به ورسره راشي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، په ګڼو ځایونو کې د نورو سیلونو د راوتلو احتمال شته.

دغې ادارې له هغو خلکو چې د احتمالي سېلاوونو د راوتو سيمو ته په نیږدې سيمو کې ژوند کوي غوښتي،چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

له پېښو سره د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستۍ یوې میاشتې په سیلونو کې لږترلږه ۱۷۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي.

تر ټولو وروستۍ مرګونې پېښې د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وه چې لږترلږه ۲۰ تنه پکې مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې پر حکومتي تدابيرو سربېره د کور جوړولو پر وخت د مسلکي انجينرانو له لوري د نقشو نه ډیزاین،خپلسري او ناقانونه کور جوړول او په دې برخه کې د حکومتونو نه پاملرنه د طبيعي پېښو له کبله د ډیرو ځاني او مالي زیانونو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...