سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+کابل ښار کې تشنابونه چېرته ومومو؟ | کمالپوري

کابل ښار کې تشنابونه چېرته ومومو؟ | کمالپوري

ژوند د اړتیاوو زېرمتون دی خو ځینې وخت کلتوري دیوالونه یې د حل مخه نیسي، خو دا یې وخت دی چې په اړه یې باید جرأت وشي.

تشناب ته تګ یوه طبعي اړتیا ده چې له بده مرغه په افغانستان کې ان څوک د دې اړتیا د پوره کولو له مقابل لوري د مرستې غوښتلو جرأت هم نه شي کولی.

په همدې کابل کې له ډېري داسې کسانو سره مخ شوی یم چې ښار ته یې د سودا لپاره لیږلی وي خو ده په نیمه کې پرېښې وي او په لوړه بیه یې ټکسي نیولي وي او ګنډه (بډه-د پرتوګاښ دواړه خواوې) په لاس په کور ورننوتی وي.

دلته په لومړیو کې ۲۰۰۳زه هم له داسې ستونزو سره مخ شوی یم، خو زه به په لابراتوار ورخطا شوم، (هله ډاکټر صاحب بوتل راکړه ګیډه خرابه ده) تشناب به یې راوښود، بوتل به مې خځلني کې واچوو په خپله مخه به خطا وتو.
د دې چارې لپاره زړور تیا پکاره ده، افغانان په زړه ډېر نرم مخلوق دی له هغه شرمه به دا ښه وي چې له یوه چا مرسته وغواړې چې وروره ماته راغلي دي ان د سړک د سر کراچیوان دې هم مرسته کوي خو که بیا هم د غیرت ګوډی یې او د منډیې شاوخوا کې ګیر شوې، دا لاندې ځایونه یې ادرسونه دي:

۱: د پل خشتي جومات: که څه هم کله کله یې د تشنابونو ساحه د سهار نه تر ماسپښینه بند وي بیا یې لمونځ غاړو ته پرانیزي، خو یو لسګون افغانۍ دې لګیږي چې سر دې وخوري.

۲: له پله چې راتېر شې پل محمود خان خوا د ښي لاس سړک، د کابل پر سیند یو څو عمومي تشنابونه لګیدلي په دې وروستیو کې چټل شوي و.

۲: په منډيي چې ننوځې ښي لاس جومات هم ورته د لمونځ غاړو لپاره ځانګړي تشنابونه لري.

۳: په همدې منډيي کې چې هر رسټورانټ ته ورشې (بیادر یک چای بیار-همو تشناب تان کجاست) دا ټکی د بې جراتو لپاره ده خو ما ورته نیغ په نیغه ویل.

۴: سری چوک: تمباکو مارکیټ-د حضوري چمن په لور په دې خوله کې یو دنګ جومات دی ددې شاته نرۍ لاره دې تمباکو مارکیټ ته ورغلې.

۵: پښتونستان واټ: د صدیق عمر د کمپیوټرو مارکیټ دوهم پوړ-مخامخ یو جومات دی او یو څو افغانۍ درنه اخلي چې بیا دې هم سر وخوري.

۶:ګلبهار سنټر: د مارکیټ مخکې جومات دی او د اودسو لپآره لاندې ځانګړی ځای لري چې دلته هم باید خرچه وکړې.

۷: دننه منډيي کې هر مارکیټ لرونکي ځانونو ته تشنابونه ساز کړي وي چې ماته یې نومونه نه راځي خو چې پوښتنه وکړې د ګیډې غوټه دې پرانیستل کیږي صیبه یا په ټوله کې رسټورانټونه.

سیمنای پامیر: پخوا په دې کونج کې عمومي تشنابونه وو(د بابر بڼ ته تللی سړک-شاه دوشمشېره)، خو که یې ټینګولی نه شې شاه دوشمشیره جومات ته ځان رسوه او که هلته نه شې تللی، د تقاعد ادارې ته ننوزه، یا د سینما ترڅنګ د ډاکټرانو مارکیټ ته ولاړ شه.

پل باغ عمومي: شیراغا پیرکي پلورنځي ترڅنګ یوه جومات چې الریډي تشنابونه لري ور برابر به شې.

ښايي نور هم زیات وي خو دا د کابل ښار ګڼ مېشته ځایونه دي چې ماته همدا مالوم دي.

هو، دا عمومي تشنابونه د مېرمنو لپاره نه دي چې کله هم مېرمنه درسره وه، د اوس لپاره یې حل یوازې او یوزاې همدا رسټورانټونه دي او زړورتیا او دې میراثي خجالتۍ نه ځان ایستل پکار دي.

نوټ: که اوس د عمومي تشنابونو د جوړولو لپاره مظاهرې کوو نو حاکم لاس په کار شوی د پکتیا سیدکرم نه یې راپیل کړی څو چې کابل ته را رسیږي تاسو میټوډین یا فلاجیل ګولۍ وخورئ.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    کمالپوری وروره بلا کوې. د کابل تشنابونو په باب دې داسې طنزي لارښوونې کړي چې له خندا دې شنه کړلو!
    اڼډیا چې ڼن سبا له جي-۷-۸ سره ځان پرتله کوي هم ،څه وخت مخکې د تشنابونو مشکل سره مخ و او دی. کابل کې د حفظ الصحې لپاره د پاکو اوبو نشتوالی؛ د خلکو ناپوهي او فقر(صابون به نشي اخیستی…) او ستا خبره د شرم او بېزړهء توب به خود د پروسټاټ او مثانې او یا کولرا ډوله اسهالات ډیریدو لامل کیژي.
    حه حه.
    سر دې نه خوري!!!.
    فلاجیل هم بې د ډاکټرانو له نسخې مه توصیه کوئ!مڼنه

  2. ولا شریکه ښه سوژه دی انتخاب کړېده ( اړینه او مهمه موضوع ده ).
    که اجازه وی ( د ګرانو لوستونکو څخه په بخښنی سره ) زه به هم پر دې موضوع په غیرمؤدبانه کلماتو لږ غوندی رُڼا واچوم.
    سړی له نژدې لیدلای وای چی ملا حسن ارغوند او ملا بِلادر ارغوند د هغوی په ژبه په ( مکان ) کی د ” استبراء ” او ” استنجاء ” عملیات څه ډول تر سره کوی البته دا خبره به نه څیړو چی د ” نصوارو ” او ” تشناب ” د چُرت وهلو نتائج به ئې د کابینی د سیاسی او اقتصادی غونډو د پریکړو پر څرنګوالی څه ډول اغېزه کړې وی.
    تشناب یا زموږ په ژبه مکان د ښاری ودانیو ( کورونو او دفترونو او نورور مرکزونو ) یو مهم جزء دئ او په اسلامی معماری کی ئې د جوړښت په هکله ټینګار سویدئ او د ټولو اړخونو د اهمیت او تناسب سپارښتنه ئې سوېده.
    په ښارونو او حتی کلیوالی سیمو کی باید د هیواد د اقتصادی او فرهنګی شرائطو په تناسب، تشنابونه ودان وای یا ودان سی څو د هیوادوالو ستونزی حل سی.
    بله خبره دا چی چی افراط او تفریط دوه ډوله دئ:
    ۱ – اِرادی او شعوری
    ۲ – غیر ارادی او شعوری
    ” اِسهال ” او ” قبضیت ” د افراط او تفریط دوهم ډول ګڼل کیږی.
    که یو مسافر یا مقیم کس د اسهال په ستونزه اخته وی نو په ښار یا کوڅه کی د تشناب نه شتون به دا اخته سوئ کس د ستر جنجال او سرګردانۍ سره مخامخ کړی.
    محترم مسافرین باید په لومړی ګام کی د خوړو سره ډیر احتیاط وکړی ( مؤقتی لوږه به د زغم وړ وی خو د څلورمی نړیوالی جګړې د پیل د خطر زنګ یعنی اسهال یا د معدې درد به د زغم وړ نه وی ).
    وروستی عرض می دا دئ چی:
    تر تیمورشاه ابدالی وروسته ټولو واکدارانو ( د طالب په شمول ) د کابل د سماوارانو پر تخت په ډیر تکبر او بې پروائی د ګرمی ښوروا او ګرمی ډوډۍ کاسې ته داسی ګوتی ور اچولې وې او په خوند خوند ئې خوړله چی تا به ویل اصلاً معده نلری یا د معدې د سپین سترګی څخه بې خبره وه او بالآخره د اِسهال یا قبضیت علت ئې دا ؤ چی چه ځانونه ئې مسافر ګڼل او د سختی لوږی او ځلخوږۍ احساس ئې کاوه خو په خورک ( حاکمیت ) کی ئې سخته بې احتیاطی کول او بالآخره د ” تشناب ” د نه موندلو بدی پایلی ئې نن موږ ته په میراث پاتی دی البته دومره بې انصافه هم نه یو چی لدې واقعیت څخه منکر سو د ” سماوار یا سماوارونو ” اصلی څښتنان او آشپزان همهغه لوی لوی استعمارګران او توطئه ګران وه او دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب