جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپروان کې سېلونو ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پروان کې سېلونو ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳۱ مه) ‏د افغاني سرې میاشتې مسوولین وايي چې په پروان کې وروستیو سېلاونو کې اوولس تنه مړه کړي او شپاړس نور يې ټپيان کړي دي.

یادې ټولنې ویلي چې وروستۍ څېړنې ښيي چې د پروان سیاه ګرد او شینوارو ولسوالۍ کې په سېلاوونو کې ۱۷ تنه مړه شوي.

سرچينه زياتوي سربېره پر دې په دغو سیلابونو کې ۱۶ تنه ټپيان شوي، ۱۸۳ کورونه په بشپړ او ۳۰۲ نیمه ړنګ شوي،۸۲ کيلو متره سړکونه، ١۵٠ سربندونه، ۳۶ پلګوټي، ۱۱۳ پلونه، ١۳ ژرندې، ۸۶ هټۍ، ۶٢٠ څاروي، ۱۲۲ زره مېوه لرونکې ونې او ۲٧٠٠ جريبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

 په وروستيو کې د افغانستان ډېری ولایتونه سېلابونو سخت ځپلي.

سیلاب ځپلي او د طبيعي پېښو نور زيانمن شوي کسان د طالبانو له ادارې ګيله لري،چې لازمې مرستې ېې ورسره نه دي کړي.

طالب چارواکي وايي،تر خپله وسه ېې د طبيعي پېښو د زيانمنو خلکو لاسنيوی کړی او له نړيوالې ټولنې یې هم دغو خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب