پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد کندهار مرستيال والي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د دوی د...

د کندهار مرستيال والي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د دوی د رژيم غوښتنې وړاندې کړې

تاند:( جمعه، د جدي ۳۰)‏ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په کندهار کې د دې ولایت لپاره د طالبانو د والي له مرستیال حیات الله مبارک سره کتلي دي.

د کندهار د طالب والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی؛ چې د کندهار د والي مرستیال حیات الله مبارک میرمن امینې ته ویلی چې طالبان له نړۍ سره د پیاوړو اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې د مشرانو نومونه يې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیسته ووځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په دې اړه چې په دې کتنه کې په کومو مسایلو بحث شوی دی څه نه دي ویلي.

میرمن محمد چې روانه اونۍ افغانستان ته تللی ده له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د ښځو او نجونو پر حقونو تاکید کړی دی.

مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ملګرو ملتونو له دغه لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د طالبانو د رژيم مهمې غوښتنې اورولې وې.

يو شمېر افغانانو د نجونو او ښځو د حقونو د تامين په بدل کې د طالبانو غوښتنو ته په غبرګون کې د دوی رژيم د افغان ښځو او نجونو په یرغمل نیولو تورن کړي او ويلي، چې دوی د نجونو او ښځو په ځپلو نړيواله ټولنه د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره تر فشار لاندې نيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب