پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاسپورټ ریاست د پاسپورټونو د بیا وېش د پیل خبرونه رد کړل

پاسپورټ ریاست د پاسپورټونو د بیا وېش د پیل خبرونه رد کړل

تاند:( جمعه، د جدي ۳۰)‏ د طالبانو د رژيم د پاسپورټ ریاست، د پاسپورټونو د بیا او ژر پیل په تړاو خپره شوي خبرونه ناسم او له حقیقته څخه لرې وبلل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند دغه ریاست نه په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل:« د تخنیکي ستونزو له بنسټیز حل څخه ورسته به د ویش بهیر پیلیږي.»

خلکو د طالبانو له لوري دغه رد شوي خبر ته توند غبرګونونه ښودلي او ویلي دا څنګه تخنیکي ستونزې دي، چې نه حلیږي.

اخوا ځینې خلک باور لري، چې طالبانو له هېواده د خلکو د قانوني وتو د مخنيوي په موخه د پاسپورټونو وېش بند کړی.

د طالبانو يو نیږدې پلوی او د مخکیني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د هغه حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت بیا لیکلي:« بنیادي ستونزه دا ده چې د همدې کتابچو په اخېستو سره د وطن ډېر شمېر ښه کادرونه له وطنه وځي. په نظام کې یوازې ژور خلک دا فاجعه درک کوي، نور خوښ دي چې بستونه خالي کېږي.»

طالبانو د پاسپورټونو په اړه د خلکو ادعاوو او نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...