شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د «کاريزماټيک رهبر» د مخکتنې راپور 

د «کاريزماټيک رهبر» د مخکتنې راپور 

راپور: محمد اسماعيل کريمي
نن ورځ جمعه، د جدي پر ۳۰ مه نېټه، په خوشحال بابا ادبي بهير کې د عدم تشدد سرلاري خان باچا خان د ۳۵ م تلين په مناسبت د کاريزماټيک رهبر مخکتنه ترسره شوه، چې د پښتو ژبې او ادب د نارينه او ښځينه ځوانو ليکوالو سربېره پکې مخورو اشخاصو، ادب پالو، شاعرانو، فرهنګيانو او ژورنالېستانو ونډه درلوده.
غونډه د قران عظيم الشان په مبارکو اياتونو سره قاري صېب حيات الله پيل کړه، چې د پیلیزې او ښه راغلاست وينا په پار ځوان ليکوال عبدالوهاب مومند دريځ ته وبلل شو.
مومند صېب مېلمنو او د‌ غونډې ټولو برخه والو ته پر هر کلي او ستړي مشي سربېره د کاريزماټيک رهبر د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د يوې عمومي موضوع په تړاو د مختلفو ليکوالو مقالې را ټولول يو ستونزمن کار دی، چې له نېکبخته مونږ ډېر په ښه شکل مديريت کړ او د چاپ تر مرحلې مو ورساوه.
ښاغلي مومند د کاريزماټيک رهبر د نوم په تړاو وویل چې د خان باچا خان مبارزه څو اړخيزه وه، له همدې امله ورته ياد نوم وټاکل شو. نوموړي له اکسوس خپرندوی ټولنې مننه وکړه، چې ددغه ستر کار په بشپړاوي کې يې خپلې هڅې او همکارۍ ونه سپمولې. د وينا په جريان کې يې د خدايي خدمتګار خان باچا خان په څو ويناوو رڼا واچوله او د هغه د‌ ژوند، اند او مبارزې په تړاو هر اړخيز وغږېد.
تر عبدالوهاب مومند وروسته دروند شخصیت لطيف آرش دريځ ته تشريف يوړ، قدرمن آرش صېب د کتاب د مبارکۍ تر څنګ د مطالعې او کتاب پر اهميت وغږېد. ويې ويل چې مطالعه د قومونو تر منځ توپير لري. پښتانه کم کتاب لولي او ښځينه يې په نشت حساب دي. کتاب بايد د ډالۍ حيثيت پيدا کړي، د بې ګټې څيزونو پر ځای که د کتاب د ډالۍ کلتور عام شي، غوره به وي او همدارنګه د مياشتيني عايد يوه برخه کتاب اخيستنې ته ځانګړې شي. که کتابونه واخيستل شي؛ دوې ګټې به وي، لومړی به د مطالعې دود ترويج شي او بل به د کتاب پلورونکو او چاپونکو ملاتړ شوی وي. همدارنګه نوموړي د کاريزماټيک رهبر کتاب د ځانګړنو څخه يادونه وکړه، چې پکې دواړو جنسونو نارينه او ښځينه ليکوالو ته برخه ورکول شې، نثر يې روان او موضوعات يې تسلسل لري همدارنګه مقالې او موضوعات يې د وخت مطابق دي، يعنې لنډ او پُر مفهوم دي.
له دې وروسته ښاغلي ايمل همدرد ټولو ليکوالو او ګډون والو ته د کتاب مبارکي وويله. زياته يې کړه چې د عدم تشدد مخالفين دا مبارزه د ډار او وېرې لار ګڼي او وايي چې دا مبارزه ناکامه ده؛ مګر دا ناسم تعبير دی، ځکه مبارزه ناکامه شوې نه ده، بلکې اوږده شوې ده. نوموړي وويل چې خان باچا خان د ښځو د حقوقو د تحقق لپاره هم نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې، چې له برکته يې نن همدا ښځې پر ژوند او مبارزې لينکې کوي. د وينا په پای کې يې ټينګار وکړ چې هر فرد بايد په خپله محدوده کې د خان پاچا خان فکر ته کار وکړي.
تر ايمل همدرد وروسته مجيب بياباني دريځ ته لاړ. د غونډې د ويناوالو د خبرو تائيد يې وکړ او زياته يې کړه چې د خان پاچا خان شخصيت زما له وينا ډېر اوچت دی. شخصیت يې څو بعدي او د بشريت سرلاری دی. که کاريزماټيک رهبر کتاب انګليسي ژبې ته وژباړل شي، ګټه به دا وي، هغوی چې د خان پاچا خان د ژوند او مبارزې په تړاو سطحي پوهه لري، لا به ژوره پوهه ترلاسه کړي او د عدم تشدد سر لاری به د نورو مبارزينو په څېر ولوستل شي. نوموړي زياته کړه چې باچا خان د پښتونولۍ او افغانيت اصلي څېره نړۍ ته ور پېژندلې ده. په پای کې يې د باچا خان اروا دعا وغوښتله.
په دې پسې د پوهنتون استاد جاويد مومند دريځ ته لاړ. د وينا په پيل کې يې د خوشحال بابا ادبي بهير له مشرتابه مننه وکړه، ليکوالو او ګډون والو ته يې ښه راغلاست ووايه. نوموړي د مطالعې پر اهميت، د ښځو د حقوقو په تړاو چې د باچا خان د مبارزې غوښينه برخه ده او د ګاندي او باچان د مبارزې په پرتلنې يې هر اړخيزه وينا وکړه. استاد مومند زياته کړه چې د خان باچا خان د مبارزو برکت دی چې نن په لر او بره پښتونخوا کې افغان ځوانان مبارزې کوي. په پای کې يې خوښي وښوده چې په مجلس کې ګډون لري.
د غونډې د ارزونې او اختتاميه دعا په پار ليکوال او ژباړن محمد ياسين امين دريځ ته وبلل شو.
ښاغلي امين د خوښۍ څرګندولو سربېره د ويناوالو د خبرو تائيد وکړ او وړانديز يې وکړ چې هره پښتنه کورنۍ بايد د باچا خان ژوند او مبارزه ولولي، نوموړي غونډه مثبته او ګټوره وارزوله او د غونډې اختتاميه دعا يې وويله.
دا مخکتنه چې د دريځ چارې یې شاعر او ژورنالېست فضل الرحمن سيرت پر مخ وړلې د جمعې لمانځه دمخه پای ته ورسېده.
۱۴۰۱/۱۰/۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب