پوهندوی آصف بهاند
(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د شپـږویشتمې (۲۶) مادې په لومړي بند کې داسې راغلي دي:
«هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زدکړې باید وړیا او اجباري وي، د څانگـیـزې (حرفوي) ښوونې شونتیاوې (امکانات) باید د ټولو پر مخ پرانستې وي، د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ پرانستی وي، چې د خپل استعداد او وس په اندازه له هغو څخه گټه واخیستلی شي.»
ملگري ملتونه لکه یو ناروغ او بېواکه سپـينږیری، د نړۍ په یو کونج کې ناست دی او خپلو شعاورونو او نصیحتونو ته لکه تل دوام ورکوي. اوس یې بیا داسې څه له مبارکې خولې راوتلي دي چې لکه تل به د یو شعار او نصیحت بڼه ولري او له زدکړو بې برخې کړای شوو افغان نجونو پر عادي او تحصیلي ژوند به هېڅ ډول تاثیر ونکړي.
د ۲۰۲۳ ام کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه بي بي سي پښتو تر دې سرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړ:
«د پوهنې نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو له زدکړو منع کړای شویو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې»
تر پاسني سرلیک لاندې یوازې د ملگرو ملتونو د «یونیسکو» ادارې د ځینو تېرو کړنو رپوت ته اشاره شوې ده او څو نصیت ډوله خبرې چې زدکړې د انسانانو حق دی؛ نور داسې برېکړنده څه نه شته پکې چې هغه ته د افغانان او د افغانستان له زدکړو بې برخې کړای شوې نجونې د امید په سترگه وگوري. د بي بي سي په رپوټ کې داسې راغلي دي:
«د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونېسکو د پوهنې نړیواله ورځ چې د جنورۍ پر ۲۴ لمانځل کېږي افغانستان کې هغو نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې چې له زدکړو منع کړای شوې دي.
دغه سازمان چې په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې ښکیل و، له طالبانو غوښتنه کړې چې له قېد او شرط پرته د نجونو پر منځنيو او لوړو زدکړو لګول شوی بندیز لېري کړي.
د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان يا يونېسکو ويلي زده کړې د انسانانو حق، د خلکو خیر او عامه مسوولیت دی او دوی هڅې کوي چې نجونو او هلکانو ته نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په هر ځای کې د مساوي زدکړو حق ورکړل شي.
يونېسکو ويلي د افغان نجونو پر زدکړو د محدیتونو او بندیز پرېکړه د افغانستان د لويو لاسته راوړنو د نابودۍ لامل کي کېږي او له دې سره افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونو ته د منځنيو او لوړو زدکړو حق په کې نه ورکول کېږي.
یونسکو د پرمختګ لپاره د نجونو او ښځو زدکړې اړینې بللې او وايي، افغانستان او بل هر هېواد په داسې حال کې پرمختګ نه شي کولای چې د نفوس نیمايه برخه یې له پوهنې او ټولنيز ژونده بې برخې کړای شي.
“تر یو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې دي؛ دوه نیم میلیونه نورې لاس رسی نه ورته لري”
یاد سازمان وايي، له هغه مهال راهیسې چې تر شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ وتړل شول یو اعشاریه یو میلیون نجونې له زدکړو بې برخې شوي.
همدا راز یې زیاته کړې، اتیا سلنه نجونې چې د ښوونځي پیلولو عمر ته رسېدلي او شمېر یې دوه اعشاریه پنځه میلیونه ته رسېږي زدکړو ته لاسرسی نه لري او نژدي ۳۰ سلنه نجونې هېڅکله لومړنیو ښوونځیو کې نه دي شاملې کړای شوې.
سربیره پر دې د تېر ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د ښځو پر لوړو زدکړو د بندیز له امله سل زره نجونې او ښځې چې په شخصي او دولتي پوهنتونو کې یې زده کړې کولې، له پوهنې بې برخې شوې دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په افغانستان کې د زدکړو په برخه کې ښکېل پاتی شوی.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، په تېرو شلو کلونو کې یې په بریالیتوب سره د سواد زدکړې پروګرام عملي کړی چې له امله یې څه باندې شپږ سوه زره کسانو لیک لوست زده کړی. له دې ډلې یې شپته سلنه ښځې وې.
یونېسکو افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې وخت ته هم په اشاره ویلي، له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې لس میلیونه نجونو په افغانستان کې زدکړې کولې او په پوهنتونو کې د ښځینه محصلانو شمېر هم په ۲۰۰۱ کال کې له پنځو زرو نه تر ۲۰۲۱کال پورې سلو زرو ته لوړ شوی و.»
د دې رپوټ ډېری برخې هغه معلومات دی چې له زدکړو د افغان محرمو نجونو او د هغوی د مجبوره کورنیو پر ټپونو باندې د مالگې دوړوي، نه د ستونزو د اروارۍ لپاره لار ښيي او نه د دردونو د درمانې لپاره کومه دوایي. ملگري ملتونه باید حللارې وښيي او عمل پرې وکړي.
که په اساسي ډول فکر وشي او په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو ریښو او دلایلو پسې وگرځو، ایا همدا ملگري ملتونه او نړیواله ټولنه نه پوهېدل چې د افغانستان په مسأله کې واکمن دیدخله ځواکونه قدرت او واک داسې چا ته سپاري چې هغوی هرڅه ته له تنگو او تورو عینکو گوري او بیا د «اسلامي شریعت» نوم پرې ږدي چې د ټولو خلکو خولې بندي کړي، ملگرو ملتونو د نجونو د زدکړو مخالفو ډلو ته د واک د لېـږد په وخت کې ولې غږ نه کاوه، چې اوس په شعاري ډول د پوهنې نړیواله ورځ (د جنورۍ ۲۴ مه) افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي.
هره ورځ چې میډیا ته سر ورښکاره کړې، څو څیـږ سرلیکونه به د رپوټونو په ډول خپاره شوي وي چې پر افغان نجونو او ښځو باندې داسې بندیزونه ولگېدل، داسې یې مخنیوی وشو او…
دا یې څو بېلگې دي:
«ملګري ملتونه: پر ښځو بندیزونه افغانستان بې ثباتۍ ته کاږي»
بي بي سي پښتو:
«پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ته غبرګونونه؛ بشري حقونه وايي “د شرم وړ” پرېکړه ده»
«د میرویس نیکه پوهنتون ښځینه محصلانو بل څه له لاسه نه کېدل، نو په چیغو چیغو یې وژړل»
بي بي سي پښتو:
«له پوهنتونه را ګرځول شوې محصلانې؛ “ټول پوهنتون د نجونو ژړا په سر اخیستی و»
بي بي سي پښتو:
«د نجونو د تړلو ښوونځیو ۴۰۰ ورځې؛ “هره شېبه مې شمېرلې او ورته ژړلې مې دي»
بي بي سي پښتو:
«کابل ښاروالۍ: ښځینه کارکوونکې دې د اوس لپاره کورونو کې پاتې شي»
«د کابل پوهنتون رييس: ښځینه استادانې دې پوهنتون ته نه راځي»
بي بي سي فارسي:
«گزارش آژانس زنان سازمان ملل: نگران نقض صریح حقوق زنان و دختران افغان زیر سلطه طالبان هستیم»
بي بي سي پښتو:
«طالبان: ښځې له شرعي محرم او عام خلک له عذر پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر نشي کولی»
بي بي سي پښتو:
«افغان ښځې: له چا خپل حق وغواړو؟»
ټوله نړۍ چیغې وهي چې نجونې او مېرمنې له زدکړو او کار نه محرومول، غیرقانوني او غیر انساني عملونه دي، خو یو تن نه لیکي چې: وخلکو کله چې په افغانستان کې واک له یوې غیر قانوي او وژونکې ډلې څځه، بلې غیر قانوي او وژونکې ډلې ته سپارل کېده، تاسو ولې غلي وئ؟ ولې مو په لوی لاس داسې چا ته واک ورکړ چې اوس نه یوازې د افغانستان خلک، بلکې خپله هغه انډیولان چې د واک جلب یې دوی ته په لاس کې ورکړی دي، ورسره په عذاب دي؛ هلته ملگري ملتونه او یونسکو چېرې وه؟
د افغانانو خو چې څومره په توان کې وو او څه یې زده وو، هغه یې وکړل، خو هېڅ ځای یې ونه نیو او دا ثابته شوه چې:
«نصیحت پـر غـافـلانـو اثـر نه کا
د سړې وسپنې خوشې ټکول دی»
او په دې ډول چاړه تر هډوکو پورې ورسېده، اوس به گورو چې نړیواله ټولنه څه کوي.