پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهملګروملتو د طالبانو تر بیرغ لاندې د خپلو ساتونکو پر عکس بخښنه...

ملګروملتو د طالبانو تر بیرغ لاندې د خپلو ساتونکو پر عکس بخښنه وغوښته

تاند(شنبه، د جدي ۳۰ مه) د ملګروملتو کارکوونکو په دې بخښنه وغوښته چې په افغانستان کې یې د طالبانو تر بیرغونو لاندې ډله ییز عکس اخیستی دی.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټېفن دوجاریک فکس نیوز تلویزیون ته وویل:«موږ له دې عکسه خبر یوو چې په افغانستان کې د طالبانو له مشرانو سره د سرمنشي د مرستیالې د سفر په لړ کې اخیستل شوی دی. د سرمنشي د مرستیالې د ساتونکو عکس داسې مهال اخیستل شوی چې هغې په خونه کې له طالب مشرانو سره خبرې کولې او ساتونکو یې دباندې انتظار ایست.»

دوجاریک ټینګار وکړ:«دا عکس باید نه وای اخیستل شوی. دا یوه تېروتنه وه، او موږ په دې خاطر بخښنه غواړو.»

دا عکس لومړی پلا د پنجشنبې په شپه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو. او عکس العملونه یې وپارول.

د چارو ځینې شنونکي وايي، که طالبانو د افغانستان د ملي او تاریخي بیرغ پر ځای خپل ګوندي بیرغ نه وای تحمیل کړی، اوس به نه یوازې له طالبي بیرغه دومره بیزاري نه څرګندېده، بلکې د افغانستان سفارتونه، ملي سپورتي ټیمونه او په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان نمایندګۍ به د دوی په حکومت پورې اړوند ګڼل کېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب