Homeخبرونهروسیې د کابل رژیم د په رسميت پېژندلو شین څراغ ښودلی

روسیې د کابل رژیم د په رسميت پېژندلو شین څراغ ښودلی

تاند:( شنبه، د دلوې ۱) خبري سرچينو د روسیې د يوې اعلاميې له مخې وړاندوينه کړې، چې روسیې د طالبانو د رژيم د په رسميت پېژندلو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت په هغه اعلاميه کې، چې کابل ته د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سفر په اړه ېې خپره کړې، ویلي چې نوموړي د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د نورو مسایلو ترڅنګ د دوی د رژيم د په رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي دي.

طالبانو هم په دې اړه خپله اعلاميه کې ورته خبره کړې وه.

ضمير کابلوف تېره اونۍ کابل ته دغه سفر وکړ.

تر اوسه د ياد شوي سفر د دغه تازه رسنیز شوي اړخ‌ د نورو پرمختګونو او عملي ګامونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنيدو څه باندې يو نيم کال کیږي، خو د دوی رژيم تر اوسه د نړۍ هيڅ کوم يوه هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...