جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: پر ښځو بندیزونه افغانستان بې ثباتۍ ته کاږي

ملګري ملتونه: پر ښځو بندیزونه افغانستان بې ثباتۍ ته کاږي

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کميشنرۍ رييس وولکر تورک خبرداری ورکړی، چې پر افغان ښځو او نجونو بنديزونه افغانستان بې ثباتۍ ته ور کاږي.

نوموړي په نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ته په اشارې وویل، چې دا پریکړه د يادو سازمانونو فعاليت اغېزمنوي او د خلکو د ژوند پر وضعیت مستقيم اغيز لري.

د ملګرو ملتونو دغه مقام د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې وويل:« د ښځو د محدودولو په اړه د طالبانو هڅې ټولو افغانانو ته تاوان اړوي، د دوی دردونه زياتوي او په پرمختګ مخه نيسي. دا ډول هڅې په هیڅ ډول د توجيه وړ نه دي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې هم د طالبانو له لوري په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز غندل شوی او ویل شوي چې دا مسله په هغه هیواد کې د میلیونونو انسانانو پر ژوند منفي اغېز کوي چې میلیونونه انسانان پر دغو موسسو تکیه لري.

طالبانو په یوه تازه ګام کې پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ هم منع کړی، چې سخت ملي او نړيوال غبرګونونه ېې را پارولي دي.

2 COMMENTS

  1. دافغانستان نمایندګی امریکایی کوی. دافغانستان غږ نه اوریدل کیږی، دافغانستان شتمنی له افغانانو غلاکوی، او له افغانانو دآزاد ژوند سلبوی. داسی ملل متحد په کوم جرأت له افغانستان څخه تقاضاوی کوی. افغانستان چی هلته نه وی نو ملل متحد دی هم ورک سی.
    افغانستان نوی افغانستان دی. دغربیانو ثنائی حکومت به نه پکی چلیږی. دوی دنوی جنګ خبرداری ورکوی افغانان لا پرونی جنګ جاری بولی.
    طالبان دی ژوندی وی چی دملل متحد په دسیسو پوهیږی.
    په ښځو بندیز دافغانستان دقانون منل او مراعات کولو په معنا دی. که قانون نه منی نو ملل متحد هم له قانون چګ نده.
    دملل متحد او نورو وتل دهغوی استعماری دسیسی پر ډاکه کوی. مالومه سوه چی هغوی څومره دافغانستان دښمنی ته ولاړ دی.

  2. د پنجابی پاکستان او په امریکائی ډالرو تربیه شویه قدیانی کافره او قدیانی ساختګی طالبیه ، دا چټلی بابولانی د تاسی نه چلیږی تاسی د افغانستان خاوری او اسلام پلورونکیو ته د تاسو بادار امریکا او ددوی چوچه پنجابی پاکستان په امر دا نورو تربیه شوو امریکائی او پنجابی غلامانو کابل په ډورامائی بی شرمی سره خوشۍ کړو تاسی د کوچنیوالی څخه د پنجابی غیږ کښی لوی شوۍ غلامان سره د تښتیدلو غلامانو ډیر ښه پیژندل شوی یاستۍدا ورځ راتلوونکی دی چی تاسی به محوه کیږۍ تاسی مکروبونه د شوروی غلامانو په کومک راپیدا کړۍ شوۍ یاستۍ او هغوی ته احمق د قدرت حریص محمد داؤدخان د ملی خائین حسن شرق په مټو کودتا زمینه برابره کړه او د هغو ډیره برخه اوس د تاسو سره ګډ شوی دی !!!!
    تاسی هیڅکله د افغان ملت حقوق بالخصوص د میرمنو به تر پښو لاندی نکړۍ شۍ ولو که تاسی هر ډول قدیانی فتوه ګانو باندی خپلی چټلی حنجری هم چیری کړۍ تاسی قدیانان به خدای پاک تباه او برباد کړی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب