Homeخبرونهکندهار کې د ملايانو او خبریالانو ګډه غونډه وشوه

کندهار کې د ملايانو او خبریالانو ګډه غونډه وشوه

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو د خبريالانو او خپلو ملايانو تر منځ د همغږۍ غونډه کړې ده.

‏د دې غونډې پر مهال د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور سيمه ييز رئیس مولوي نوراحمد سعید وويل :« د خوښۍ ځای دی چې دا ځلې د محترمو شیخو کرامو په شتون کې له خبریالانو سره ناسته کوو.»

‏د کندهار د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر رئیس شیخ‌ مولوي عبدالرحمن طیبي وویل، چې خبریالان باید د افغانانو او مسلمانانو په توګه د هیچا تر تاثیر لاندې نه شي او په پوره مېړانه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 په دې غونډه کې د طالبانو يو شمېر نورو ملايانو هم خبريالانو ته د فعاليتونو په اړه نصيحتونه کړي او د هغو په اساس يې د چارو د مخته وړلو سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د دوی د رييس الوزرا او اميرالمومنين له حکمونو سره سم د امر بالمعروف چارواکي پر ټولو ارګانونو او خلکو حاکم دي او په چارو کې يې د «اصلاح» حق لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...