د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دوکتورا پروګرام له دویمې دورې څخه لس تنه سکالران فارغ شول، چې له دوی څخه یو سید اصغر هاشمي دی.
د سید اصغر هاشمي لنډه پېژندنه
سید اصغر هاشمي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې په ۱۳۷۸ کال په شهيد محمد عارف عالي لېسې کې پوره کړې.
لېسانس یې د ننګرهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځی، د پښتو ژبې او ادب څانګه څخه په ۱۳۸۸ کال تر لاسه کړ.
د کابل پوهنتون پښتو ژبې او ادب څانګې څخه یې ماسټري په۱۳۹۳ کال تر لاسه کړه او اوسمهال د کابل پوهنتون د دکتورا (PHD) پروګرام سکالر دی.
هاشمي د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې علمي کادر غړی دی، په ۱۳۸۹ کال یې خپله مقدسه دنده پیل کړه او تر نن پورې برحاله استاد دی.
د سید اصغر هاشمي پینځه پنځوس کتابونه چاپ شوي دي چې له دې جملې یې ډېر اثار څېړنیز دي او همدارنګه ژباړې، تدوین او پنځونې پکې هم شامل دي، په نړیوالو بېلابېلو ژورنالونو کې یې۲۳ مقالې چاپ شوي دي، چې د دغو مقالو ټولګه یې هم چاپ شوې ده، د علومو اکاډمۍ په کابل مجلې کې یې ۲۰ علمي مقالې چاپ شوي دي او همدرانګه په نورو علمي مجلو کې یې هم په لسګونو علمي او اکاډمیکې مقالې چاپ شوي دي.
په آن لاین وییپاڼو کې یې په سلګونو مقالې خپرې شوي دي. شپږ کتابونه یې له پښتو څخه انګلیسـي او دري ژبو ته د بېلابېلو لیکوالو په وسیله ژباړل شوي او چاپ شوي دي. په خپل یوتوب چاینل کې یې په لسګونو درسونه د څېړنې په برخه کې اچولي دي او په آن لاین ډول یې لیدلئ شئ. دا دی خپل دوکتورا ډېزرټېشن یې هم پای ته رسولی دی او په دې هیله چې دا اثر یې هم ژر تر ژره چاپ شي او خلک تر ګټه واخلي.
د سید اصغر هاشمي د دوکتورا ډیزرټېشن لنډه پېژندنه
د سید اصغر هاشمي د دوکتورا ډېزرټېشن (د دویمې دورې په شعرونو کې د هیومانیزم څېړنه) ده. له هیومانیزم څخه موخه د پښتونولۍ، اسلام، تصوف، عرفان، فلسفه، دینونو، پوهانو او شاعرانو له لیده د انسان او انسان دوستۍ اندونه او د نظریاتو پلټنه ده.
پښتو ژبه درې ادبي دورې لري او د دې څېړنې حدود په څرګند ډول یوازې او یوازې د دویمې دورې د شاعرانو د انسان دوستۍ فکر څېړلی دی او دا ثابتوي چې د دې دورې د هر شاعر فکر له کومې یادې شوې برخې سره تړاو لري.
د دویمې دورې د شاعرانو په شعرونو کې د انسان او انسان دوستۍ افکار د اسلام، تصوف، عرفان، پښتونولۍ او له فلسفې سره تړاو لري، د هېڅ یو شاعر په شعر کې د هیومانیزم په اړه نظریه یې د غرب تر اغېزو لاندې چې په ځینو وختونو کې ملحدانه نظریه وي، نه لیدل کېږي.
په ټولې نړۍ کې او په ځانګړي ډول په وروسته پاتې هېوادونو کې د انسان پالنې فکر لږ دی او انساني ستونزې ډېرې دي چې د علت او معلول او عمل او عکس العمل په ډول د وراثت او چاپيریال په پام کې نیولو سره پیدا کېږي، نو د همدې ستونزې د حل په موخه دغه څېړنه تر سره شوې ده.
په څېړنه کې له پیله تر پایه پوره له دقت څخه کار اخیستل شوی دی او څېړنه د شکلي او معنوي جوړښت له مخې په منظم ډول تر سره شوې ده. په دې څېړنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول او له تشـریحي او تحلیلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.
د څېړنې لاسته راوړنه دا ده چې د پښتو ژبې د دویمې دورې د شاعرانو په شعرونو کې د انسان دوستۍ په اړه نظریات لیدل کېږي، روښانیانو د اسلام، تصوف او فلسفې له لیده، خوشحال خان د پښتو او پښتونولۍ، اسلام، تصوف او فلسفې له لیده، عبدالرحمان بابا او لارویان یې د اسلام او عرفان له لیده او په همدې ډول دغه فکر د دویمې دورې په پیل کې د پیاوړتیا پړاو ته رسیدلی دی او د دې دورې پای یې د ځوړتیا پړاو دی.
سید اصغر اغا تکړه څیړندوی دی، د نورو پراخو بریالیتوبونو په هیله ئی.
سلامونه
هاشمي صیب سید اصغر استاذ ته د پښتو دکتورا مبارکي وایم او د لا زياتو اثارو پنځولو په دعا۔
ما پخپله د داصغر خان له مقالو په تاند۔روهي۔ټول افغان ټول افغانستان ۔پښتونخوا ټکی کوم ا۔د۔ن۔ کې ګټه اخېستې ۔په ځانګړې ډول د استاذ ګلپاچا الفت صاحب په بابونو! ۔ قلم دې روښان اوسي۔