شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا په ټولو برخو کې د افغان ښځو د پوره مشارکت...

امنیت شورا په ټولو برخو کې د افغان ښځو د پوره مشارکت غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د جحدي ۸ مه) د ملګروملتو امنیت شورا د ښځو او نجونو د پوهنتوني زده کړو او کار د مخنیوي لپاره د طالبانو اقدامات وغندل او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او معنادار مشارکت غوښتنه وکړه.

د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۵ غړیو تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی ټول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه د طالبانو زیاتېدونو محدودیتونو سخت اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي چې ښځو او نجونو ته د زده کړواو کار پوره حق ورکړي.

د امنیت شورا غړیو له طالبانو په کلکه غوښتي چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي او خپلې هغه تګلارې او اعمال بدل کړي چې د ښځو د بشري حقونو او اساسي ازادیو مخه نیسي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې د طالبانو له لوري په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز هم غندل شوی او ویل شوي چې دا مسله په هغه هیواد کې د میلیونونو انسانانو پر ژوند منفي اغېز کوي چې میلیونونه انسانان پر دغو موسسو تکیه لری.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سې شنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه وکښل «پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشري حقونو سرغړونه ده باید لغوه شي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغانانو د ناتوانۍ لامل ګرځي.»

امنیت شورا له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او تر شپ‍ږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د تړلو پرېکړه هم د ژورې اندېښنې وړ بللې او افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب