سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهافغان پېغلې په يوازې ځان د کابل پوهنتون مخې ته د زده...

افغان پېغلې په يوازې ځان د کابل پوهنتون مخې ته د زده کړو لپاره اعتراض وکړ

تاند:( چارشنبه، د جدي اوومه) ‏د مروې په نوم يوې ۱۸ کلنې افغان زده کوونکې په یوازې ځان د کابل پوهنتون مخې ته د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د تازه بندیزونو پر ضد اعتراض کړی دی.

نوموړې په دې اړه رسنیو ته ویلي” پخپل ژوند کې مې په لومړي ځل دومره ویاړ او ځان دومره پیاوړی او طاقتور احساسولو،ځکه چې زه دهغوی(طالبانو) پرضد راولاړه شوې وم او هغه حق مې غوښتو چې الله مونږ ته راکړی دی”

نوموړې د دغه اعتراض پر مهال په عربي ژبه د ’’اقرا‘‘ یعنې ولوله شعار هم لیکلی و.

د دغه اعتراض له ځایه په ورکړل شوي راپور کې راغلي، چې يادې نجلۍ سره یې خور هم ملتیا کوله او په پټه یې د نوموړې د اعتراض ويډيو ثبتوله.

ویل شوي، چې دغې معترضې نجلۍ ته د طالبانو وسله والو سپکې سپورې ویلي او د پوهنتون له مخې ېې شړلې ده.

د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو خلاف لګول شوي بندیزونه د نړیوالو اعتراضونو تر څنګ په کور دننه هم له ګڼو مخالفتونو سره مخ شوي، خو طالبان د معترضینو په ځپلو او شکنجو تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب