پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهافغان محصلې د شېخ ندیم عکس خاورو کې ښخ کړ

افغان محصلې د شېخ ندیم عکس خاورو کې ښخ کړ

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ويډيو څرګندوي، چې یوې افغان محصلې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر شیخ ندا محمد ندیم عکس د خاورو لاندې خښوي.

نوموړې محصله، چې مخ یې پوښلی په خپره کړې ويډيو کې وايي چې شېخ نديم د دوی هیلې غواړي تر خاورو لاندې کړي، خو دا د هغه عکس تر خاورو لاندې خښوي.

د لوړو زده کړو د وزیر په توګه د ندا محمد ندیم له ټاکل کیدو وروسته د ښځينه محصلينو پر وړاندې د طالبانو قيودات نور هم زيات شول، تر دې چې ټولې ښځينه محصلينې یې په کور کینولې.

د طالبانو دغه وزیر په مختلفو ویناوو کې د لوړو زده کړو د بې ارزښته کیدو او طالب جنګیالیو ته د الوزولو ماينونو شمېر ته په کتو د تحصیلي اسنادو د ورکولو امر وکړ، چې له دی امله د خلکو تر منځ ډېر منفور شو.

د طالبانو د وروستیو پریکړو پر وړاندې په ملي او نړيواله کچه توند غبرګونونه رامنځته شوي دي.

په ځینو نورو ويډیو ګانو کې معترضانو د طالبانو د نورو مشرانو عکسونو ته سپکاوی کړی دی.

1 COMMENT

  1. دی خینزیر ندیم دا دی ای اس ای لمسی عکس دی خاوری لیاقت نه لری دی ده عکس باید دی تشناب په مردارې کښې خښ شې تر څو دې ده دا نجسه خوله له مردارې ډکه شې او نور دې تعفن بوې ترې را ونوځې لعنت دې پر دې خینزیر شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب