شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهیو بل افغان ځوان هم د ايران- ترکېې پر ګډه پوله ووژل...

یو بل افغان ځوان هم د ايران- ترکېې پر ګډه پوله ووژل شو

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د لغمان يو اوسيدونکی عبدالله ناصري له ایران څخه ترکیې ته د تګ پر وخت د دواړو هېوادونو پر ګډې پولې وژل شوی.

د نوموړي ورور خالد ناصري د هغه د مرګ له اعلانولو سره له خلکو غوښتي، چې د ورور د جسد په انتقال کې مرسته ورسره وکړي.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغې پېښې ته په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو غبرګونونه ښودلي او هېواد نه د ځوانانو د وتو په چټک شوي بهیر ېې انديښنې ښودلي دي.

ليکوال محمد نعمان دوست لیکلي:«نږدې هره ورځ مو یو داسې چناري ځوان په پردیسۍ کې په ملا ماتیږي چې سيوري ته یې دمه کیږي.دا به اخر څه کیږي؟دا کیسه ډیره اوږده نشوه؟هسې نه دا وطن له ځوان نسله خالي شي.او:” څوک په رضا له ملکه نه ځي…” »

د طالبانو له واکمنيدو سره له افغانستان څخه په مختلفو لارو د میلیونونو کسانو د وتو هڅې روانې دي.

د ځينو ارقامو له مخې هره مياشت يوازې ايران ته تر ۵۰ زرو افغانان په دې هیله په ناقانونه خطرناکو لارو سفر کوي، چې ترکېې او بيا اروپايي هېوادونو ته د سفر فرصت پیدا کړي.

شدید فقر، وزګارتیا، د طالبانو له لوري د واک انحصار، د خلکو پر ژوند، سلیقو او ښځينه زده کړو بندیزونه له افغانستان څخه د خلکو د وتو او نهيلي کیدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

2 COMMENTS

  1. اسلامی خلیفه یا امیر هغه دی چي که په اسلامی قلمرو کی حتی که حیوان هم متضړر کیږی ، ځان مسئول ګڼی؛خو اوس موږ نه پوهیږو دا مخلوق چی ځان غیر مسئول واجب الاحترام بولی،دِمومن مجاهد ملت،مکتب،پوهنتون ،تخصص او تعلیم سپکاوی کوی ،دِ ملت ،امت او بشریت علماوو خبر نه اوری، ژوند او رفاه له دین وباسی ؛نو دا نوی تجربه او نوی مدرسه به انسانیت ته څه راوړی ؟
    کوم چي تاریخ اسلام او انسانیت کی سابقه نلری۰

  2. دا ټوله بدبختي د « نظام جدید اسلامي » ده . د چنار چنار ځوانانو د مرګ او له وطنه د مهاجرت اصلي عامل همدا شوم ، لوطي له پنجاب صادرشوي چړیان دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب