اوس په هېواد کې يو داسې نظام قايم دی، چې تقريباً غوڅ اکثريت مشران يې د پخواني شوروي اتحاد د جهاد پر مهال د يو نه يو جهادي ګوند غړي وو، نږدې د طالبانو په هره اعلاميه کې د پخواني شوروي اتحاد په ماتې افتخار کېږي، او يادونه يې کېږي.
له حکومت څخه دباندې او د حکومت پر مهال اوسنيو واکمنو (اسلامي امارت) هر کال پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د يرغل غندنه کړې، او بيا يې د ماتې د کليزې لمانځنه کړې ده.
دايو جلا بحث دی، چې پخواني مجاهدين بيا په خپلو کې سره جوړ نه شول، هېواد ويجاړ پاتې شو، لاملونه به يې ډول ډول وي، خو په دې هېواد د هغوی احسان بايد هېر نه شي.
د مرغومي شپږمه افغانستان ته د سرو پوځونو د ننوتلو د ورځې په توګه غندل کېږي، سږ کال هم په حکومتي کچه مراسم نيول شوي وو، او حکومت يوه اعلاميه خپره کړه، خو له پرون راهيسې وينم چې د حکومت ځينې پلويان چې کېدای شي چې د حکومت په اډاڼه کې کار کوي، د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد په برخه کې د دې عظیم ولس په قربانيو يو ډول سترګې پټوي.
دوه ويډيوګانې مې لېدلي دي، په يوه يې د ملي تلويزيون لوګو هم لګېدلې ده، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په اړه د مستندو فلمونو نوم ورکړل شوی دی، خو له بده مرغه چې دواړه ويډيوګانې يواځې او يواځې د مرحوم جلال الدين حقاني په محوريت راڅرخي.
یوه ويډيو يې په دري، او بله يې په پښتو ده، دواړو کې هڅه شوې، چې د جلا الدين حقاني مرحوم نوم لپاره کار وکړای شي، په يوه ويډيو کې خو تر دې بريده غلو شوې، چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد انځور په هغه لست کې اېښودل شوی، چې د هغه مهال حکومت ورباندې په غياب کې د اعدام حکم کړی و.
ټول ستر مجاهدين او افغانان و، د هغوی سره به ځينې فکري او ځينې نظري اختلاف ولري، خو د نورو پياوړو مجاهدو رهبرانو په کارنامو او يادونو سترګې پټول ستره بې انصافي ده.
که حقيقت ووايو نو خپله جلال الدين حقاني مرحوم او مرحوم ملا محمد عمر هغه مهال جهادي رهبران نه و، بلکې حقاني صيب د يو تنظيم قوماندان او ملامحمد عمر يو عادي مجاهد و، دا چې دا دواړه وروسته په افغانستان د يو بل برید په وړاندې ودرېدل، او ځينو بيا لاره جلا کړه، بيل باب دی، خو نه ده پکار چې د مستند په نوم د يو حکومت له لاوډسپيکر څخه تبعيضي غږونه پورته شي.
زما مشوره ورته دا ده چې په شعوري يا غېر شعوري ډول دې د خپلو اسلافو او يادونه د خلکو له زوړونو او ذهنونو نه باسي، هغه هم زموږ د هېواد يو دور و، او د هېواد په تاریخ کې ځينې کارنامې په زرينو تورو لیکل شوي دي، که موږ د مخکينيو يادونه کوو، يا د تاریخ ليکلو ته ملا تړو نو بايد کار مو په تزوير يا تبعيض بناء نه وي.