تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک ( ټي ټي پي) پر میرعلي او میرانشاه سیمو خپل بېرغونه پورته کړي .
هغه په یوه تازه مرکه کې وويل، چې د دغې ډلې د ځپلو لپاره پر پاکستاني ځواکونو باور لري، خو دوی د بلې جګړې پیسې نه لري.
پخواني صدراعظم د پاکستان پخوانی لوی درستیز جنرال باجوه تورن کړی، چې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د مهارولو پر ځای په سياسي معاملو بوخت و، چې له امله یې دغه ډله بیرته پر پښو ودريده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري بيا د عمران خان په غبرګون کې هغه تورن کړی، چې پاکستاني طالبانو سره د سولې مذاکراتو له پيلولو سره ېې د هغوی بنديان خوشې او د پياوړتيا فرصتونه ېې ور برابر کړي دي.
شنونکي بيا تحریک طالبان پاکستان او نورې سخت دریځه ډلې ټولې د پاکستان استخباراتو زیږنده او لوبغاړي ګڼي او وايي، چې پاکستان د داسې ډلو په وسيله هم پښتانه ملتپال د پخوا په شان وژني او څنډې ته کوي او هم د داسې ډلو د ځپلو په نوم له نړیوالو مرستې ترلاسه کوي.