دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد الیکترونیکي تذکرو وېش بیا وځنډول شو

د الیکترونیکي تذکرو وېش بیا وځنډول شو

تاند (پنجشنبه، د جدي ۸ مه) د افغانستان د احصاییې ادارې اعلان وکړ چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش بهیر په موفتي ډول ځنډول شوی دی.

دې ادارې د الیکترونیکي تذکرو د وېش د درولو دلیل تخنیکي ستونزې بللي او په عین حال کې یې ویلي چې دا ځنډ به تر یوې اوونۍ ډېر دوام ونه کړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د الیکترونیکي تذکرو او پاسپورت د توزیع بهیر څو ځلې ځنډول شوی دی.

په همدې حال کې ویل شوي چې د افغانستان د الیکترونیکي تذکرو ویبپاڼه هم له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

سره له دې چې په ځلونو د طالبانو د واکمنۍ په مهال د الیکترونیکي تذکرو وېش ځنډېدلی، کله چې توزیع کېدې هم، د جمهوري حکومت په پرتله لږ شمېر وېشل کېدې.

د طالبانو د حکومت په وینا، په تېرو ۱۷ میاشتو کې، چې دوی واک ته رسیدلي، څه باندې ۲ میلیونه تذکرې وېشل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب