دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان د شاوخوا ۳ سوه افغان مېرمنو او ماشومانو بندیانول تایید کړل

پاکستان د شاوخوا ۳ سوه افغان مېرمنو او ماشومانو بندیانول تایید کړل

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په یوه راپور کې تایید کړه، چې دغه هېواد ۱۳۹ افغان مېرمنې او ۱۶۵ ماشومان د کراچۍ ښار په زندانونو کې اچولي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه افغانان د زندان ناوړه شرايطو کړيږي او بشري حقونه ېې د نقض په حال کې دي.

ویل شوي، چې د دوی له ډلې يوازې ۲۵ سلنه ېې مدافع وکيلان لري او نور ترې محروم دي.

د بندي افغان ماشومانو په اړه ویل شوي، چې پاکستان ته د کار موندلو لپاره تللي وو او اوس خطرناکو مجرمینو سره په یوه زندان کې ساتل کېږي.

د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

يو شمېر خلکو په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو انتقاد کړی او ویلي، که دوی افغانستان زندان کړی او منزوي کړی نه وای، مېرمنې، ماشومان او نور خلک به داسې نه ذلیله کیدل.

طالبانو مخکې د پاکستان له یو شمېر زندانونو څخه د افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و.

په وروستيو کې له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه بيا زيات شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب