دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کراچۍ په محبس کې تر ۳۰۰ ډیر افغان ښځې او ماسومان...

د کراچۍ په محبس کې تر ۳۰۰ ډیر افغان ښځې او ماسومان بندیان دي

تاند (پنجشنبه، د جدي ۸ مه) د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون وايي، لږترلږه ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ ماشومان، چې پاکستان ته د درملنې لپاره راغلي وو، د اسنادو د نه لرلو په خاطر په کراچۍ کې نیول شوي او په محبسونو کې بندیان دي.

دغه کمیسیون همداراز ویلي چې د سند ایالتي حکومت د هغو افغانانو، چې بې وېزې پاکستان ته تللي، په پراخه پیمانه نیونې بیل کړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د ملي کمیسیون د راپور له مخې، د زیات شمېر افغانانو د نیول کېدو له کبله د کراچۍ په مرکزي محبس کې ځای نه شته.

د دغه کمیسیون په وینا، په نیول شویو افغانانو کې یوازې په سلو کې نژدې ۲۶ کسانو، چې دوی ورسره خبرې کړي، مدافع وکیلان لري.

په راپور کې وړاندې راغلي، د کراچۍ ښار د ځوانانو په دارالتادیب کې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ ۱۱۱ افغان ماشومان بندیان دي. د هغوی په منځ کې ۹۳ یې د کار لپاره پاکستان ته راغلي وو.

د پاکستان د بشري حقونو د ملي کمیسیون د راپور پر اساس، نیول شوي افغانان، چې د اسنادو د نه لرلو په خاطر بندیان دي، اوس له داسې مجرمانو سره تر یوه چت لاندې ساتل کېږي چې د قتل په شان یې لوی جرمونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب