دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهچین له افغان ډبرو سکرو ۵۰۰ ميګاواټه بريښنا توليدوي

چین له افغان ډبرو سکرو ۵۰۰ ميګاواټه بريښنا توليدوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د افغانستان د برېښنا شرکت طالب چارواکو ویلي، چې چينايي سوداګر په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د بريښنا د تولید لپاره د پانګونې پلان لري.

د بریښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه په دې اړه د چین هېواد د سوداګرۍ خونې استازي سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دغه لېدنه کې د چین سوداګرۍ خونې استازي وويل، دوی غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.

یاد استازي وویل، چې دوی په ۱۱ هېوادونو کې د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید تجربه لري او افغان لوری، چې هر ولایت کې وغواړي دوی به د برېښنا تولید لپاره خپلې تخنیکي تولیدي دستګاوې نصب کړي.

طالب مقام د چین سوداګرۍ خونې له استازي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به د افغانستان برېښنا شرکت او د چین لوري ګډ تخنیکي پلاوي د ګډو ناستو له لارې پر ټولو مواردو خبرې او څېړنې وکړي او وروسته به تر لاسه شوې پایله د طالبانو مشرانو ته وړاندې شي.

حمزه دغه راز یاد استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې د هر ډول پانګونې په تړاو همکارۍ ته چمتو دی.

چینایي او نور سوداګر د طالبانو له بيا واکمنيدو راهيسې بيا -بیا په افغانستان کې د ورته پانګونو د پلان خبر ورکوي، خو په عملي ډول لا په دې اړه د اقداماتو خبر نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب