پرېږدئ چې خړ سیلاب مې یوسي
په لامبوزن جانان به ډېره نازېدیمه
محترمو وروڼو، پلرونو، ترونو…!
زه پوهېږم چې کلونو، کلونو جګړې د ټولو روح ځپلی. د چا زړه کې زور نه دی پاتې. خو دا هم انصاف نه دی چې میلیونونه نجونې او ښځې دې له زده کړو، کار، باندې تګ او بالاخره له ژوند کولو محرومې وي موږ دې ورته ګورو. د هېچا سر خوندي نه دی، هر څوک که یوازې یو لایک هم کوي خطر په سر مني. خو ایا موږ کې واقعا د پکتیا هغو وړو نجونو کوم احساس راژوندی نکړ چې په یوازې ځان یې د زده کړو نارې وهلې؟ د تخار او بدخشان د پېغلو چېغو هېڅ درد زموږ زړونو کې راویښ نکړ؟ د هرات، کندهار او ننګرهار د نجونو فریادونه مو هېڅ سترګو ته نه درېږي؟ د کابل د زخمي لوڼو اسویلي نه احساسوو؟
په تیاره کې د رڼا فکر کول تر ټولو لوی جرات دی. او تر هر څه سخت دی. خو ایا موږ پرېږدو همدا تیارې مو همداسې وخوري او ورو، ورو تمام شو؟ موږ به غلې شوې و، خو په ظلم او زیاتي چوپتیا ناروا ده. موږ به غلې شوې و که مسله یوازې زموږ وای او د هیواد برخلیک نه وای مطرح. موږ به چوپ و که کیسه یوازې همدا وای چې زموږ څو هیلې دې خاورې شي او هیواد د افراطیت او تیارو په ځاله نه بدلیدای. موږ به غلې شوې و که واقعا لوی رب موږ له تاسې کمې پیدا وای او د زده کړو او کار
حق یې نه وای راکړی.
مګر موږ تل غلې نه یوو؟ موږ ستاسې لپاره ټول عمر له داسې چا سره ژوند کوو چې نوم مو هم نه وي اورېدلی. موږ ستاسې لپاره که چېرې کله هم په غلطۍ کې د مینې کوم زړی وکرو، وچ یې کړو چې پلار، ورور، تره، ماما خپه نه شي. موږ ستاسې لپاره په لوړ غږ نه خاندو، لوڅ مخ نه ګرځو، خپل نوم چېرته نه اخلو، بې نارینه له کوره نه وځو چې ستاسې په (عزت) څوک خبرې ونه کړي. موږ ستاسې لپاره له کومې هیلې او کومې غوښتنې نه یوو تېرې شوې؟! که جنګ تاسې کړئ بها یې موږ پرې کړې. چې تاسې ویلي چوپ موږ چوپ و! خو ایا نن زموږ حق نه دی چې له تاسې وغواړو راسره ودرېږئ؟ دا هم د ځان لپاره نه غواړو، زموږ خو فطرت دغسې نه دی چې د ځان او واک غم وړې واوسو. بلکې دا هم ستاسې لپاره وایو، د دې هیواد لپاره وایو. موږ پوهېږو پرته ستاسې له لاسنیوي په دې ازغنه لار سفر خورا ستونزمن دی، خو پر دې هم پوهېږو چې پرته له موږ تاسې دا هیواد هم نشئ ابادولئ. موږ د دې مارغه یو وزر یو، تاسې یې بل، څرنګ به په یوه وزر الوځئ؟!
که لارو کوڅو ته نه راوځئ حداقل پر فیسبوک، ټویټر او انستاګرام خو د #یاټول_یانه غږ پورته کولی شئ. ټولې دنیا ته وښایاست چې دوی په غلطه دي چې ګومان کوي افغان نارینه ښځې په تیارو کې غواړي. د حق غږ وکړئ. دا هر څه موږ وینو، موږ یې څارو او موږ یې تاریخ ته مستند پرېږدو. دا ورځې به تېرې شي خو زموږ به په یاد وي څوک له موږ سره ودرېدل؟ زموږ به یې میړانه هم په یاد وي بې غوري هم. د تاریخ په سم لوري کې واوسئ. ستړیا مو په سترګو! د ژوند محافظت مو په غبرګو لیمو، خو موږ غرقېږو او که موږ غرقې شو ستاسې به هېڅوک نه وي چې راپورته مو کړي. له لویدلي ژوند نه، نه ژوند ښه دی.
موږ ستاسې پر سر ناز کړی، خو نن مو بېنوا پرېږدئ، دا داغ به تل تازه وي.
#یاټول_یانه
#AllOrNone
#یاهمه_یاهیچکس