سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهخليل حقاني: بشري مرستې مه سياسي کوئ، موسسې دې زموږ قوانين ومني

خليل حقاني: بشري مرستې مه سياسي کوئ، موسسې دې زموږ قوانين ومني

تاند:( پنجشنبه، د جدي اتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له نړیوالو غوښتي ، چې افغانستان سره بشري مرستې د ده په ټکیو « سیاسي» نه کړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال فران او د ځینو نورو نړيوالو ادارو استازو سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې بشري مرستې باید تر سیاسي حالاتو پورې ونه تړل شي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال ویلي، چې دویح د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او دودونو ته درناوی لري او د‌ خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

سرچینه زیاتوي، چې حقاني ټول موسسات د طالبانو د قوانينو په عملي کولو مکلف ګڼلي.

حقاني له مشخصې اشارې پرته نړيوالو استازو ته ويلي، چې د طالبانو اداره به د شریعت په چوکاټ کې ډېر ژر داسې تګلاره جوړه کړي، چې« شته ستونزې» حل کړي.

د هغه مرستیال محمد ارسلاح خروټي ټینګار کړی، چې دوی تر هر چا زیات د مېرمنو ستونزو ته متوجې دي.

د طالبانو ادارې په یوه تازه بندیز کې له نا دولتي موسسو سره د ښځينه وو کار کول منع کړي، چې په غبرګون کې ېې ېو شمېر نړیوالو موسسو له افغانستان سره د خپلو مرستو او فعاليتونو د بنديز خبر ورکړ.

2 COMMENTS

  1. مخکې د يوې مشخصې ډلې شمال ټلوالې واکمني وه، خو اوس بيا همغې ورته د يوې بلې ډلې حقانيانو واکمني ده.
    له شريعته مو څه جوړ کړي‌دي؟
    حکومت دغسې نه کيږي.

  2. هۍ هۍ چې کوم رنګ ځناورو ته وطن په لاس ورغلو. دده لکۍ هم شته او ګړنګن چې تر اوسه چا په سړو کې نه شماره ټوله ورځ به په سرو چپلکو کې د اسلام اباد او پینډۍ کوڅو کې پنجابیانو ته لکۍ وهله او اوس د نرانو د وطن سرنوشت ټاکي.
    چې په ښار کې معتبر و ګرده خره ؤ
    خر باچا و خر وزیر و او خر مارشال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب