دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهتمیم عاصي وايي، ملي جبهه دې د قومي نفاق له خپروونکو حسابونو...

تمیم عاصي وايي، ملي جبهه دې د قومي نفاق له خپروونکو حسابونو بېلوالی اعلان کړي

تاند (پنجشنبه، د جدي ۸ مه) د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال وزیر تممم عاصي د ملي مقاومت جبهې له مشرتابه څخه وغوښتل چې له هغه کمیسون څخه بېلوالی اعلان کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په سلګونو نومونو اکاونټونه جوړ کړي او د افغانانو ترمنځ قومي کرکه خپروي.

تیمیم عاصي، چې اوس د لندن د سلطنتي کالج څېړونکی دی، پر خپله ټویټر او فیسبوکپاڼه کښلي:

«په تاجکستان کې مېشته د مقاومت جبهې رهبري که بېلتون غوښتونکې، پښتون دښمنه او خراسان غوښتونکې نه وي، باید خپل حساب د ټولنیزو شبکو له هغو سلګونو حسابونو بېل کړي چې د دې جبهې په تشکیلاتو کې د یوه کمیسیون له لوري اداره کېږي او میاشتنۍ بودجه ترلاسه کوي.»

ښاغلي عاصي همداراز لیکلي چې د دغو اکاونټونو په پروفایل باندې د احمدشاه مسعود او د هغه د زوی احمد مسعود عکسونه دي:«دا حسابونه (اکاونټونه) د مسعود او د هغه د زوی په عکسونو قومي کرکه (خپروي) او د خراسان غوښتنې غږ پورته کوي. دا د افغانستان د خلکو حق دی چې پوی شي تاسو د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په وړاندې بې تفاوته نه یاست. که داسې نه وي د افغانستان د خلکو لپاره یو بهرنی بیلتون غوښتونکی غورځنګ ګڼل کېږئ….. د تجزیه غوښتونکو حساب د افغانستان خلکو ته معلوم دی!»

د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په ګڼو مجهولو نومونو، چې ډیر یې د معسود د زوی او پلار عکسونه او یا د پخوانۍ شمال ټلوالې بیرغ په پروفایلونو کې لري، قومي اختلاف ته د لمن وهلو او د افغان او افغانستان د هویت د لکه داره کولو لپاره پوسټونو ته زور ورکړ.

د چارو د ځینو کتونحکو په باور دې ډول پوسټونو د هغو افغانانو ترمنځ، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي او ډیری یې له هیواده بهر دي، نفاق زیات کړی او په نتیحه کې یې طالبانو ګټه کړې ده.

تر دې ډول پوسټونو دمخه په ځانګړي ډول په پښتنو کې ډېرو لیک لوستو خلکو د طالبانو مخالفت کاوه، خو اوس یې د دې ډلې مخالفت پرې ایښی یا یې نرم کړی دی.

د ښاغلي عاصي په باور د مقاومت جبهه په تاجکستان کې دېره ده او دغه هیواد د ولسمشر امام علي رحمان د هیلو د پوره کولو لپاره کار کوي.

ښاغلی عاصي فکر کوي چې امام علي رحمان په خپله خاوره کې د مقاومت د جبهې له دفترونو څخه د وسیلې په توګه او د روسانو په زور د افغانستان خاورې ته سترګې خړې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان د ریښتینی افغانانو کور دی او حتمن به وی. ځینی خراسانی شغالان به خپل خراسانی آرمان تر ګوره یوسی.
    که آمارت وی، که جمهوریت وی، که تنظیمیت وی او که بل حکومت وی انشاالله د خراسانیزم او لنډغریزم مجازی ارمان نور تر ابده ختم شو.
    پخوا خو ریښتینو افغانانو فکر کاوه چه ډوزمار پدرامیزم یو دیوانه دی او د هغه په خوله دغه خراسانی چیغی وهل کیږی، نو افغانانو به حوصیله کوله. ځکه یو متل دی چه په یو موږک دریاب نه مرداریږی.

    مګر اوس دمقصودیانو لنډغران یا په اسطلاح مسعودیان د کولاب، د اشرف غنی دوهم معاون یا بی دانش د نیوزیلاند، د ډاکتر نجیب د مرکزی کمیټی دوهم منشی او معاوین یا فرید مږک یا په اسطلاح مزدک د روسیی څخه او ځینی نور د یوه او بل ځای څخه په مجازی نړی کی د شغالانو په شان ناری او سوری وهی چه خراسانیزم.

    بیا هم وایم دغه د ګوتو په شمار خلک به ریښتینی افغانان نه په اوسنی حکومت کی او نه په بل خکومت کی د افغانستان خاوری ته پری نږدی او نه به افغانستان کی ژوند وکړی. ځکه دوی افغانان نه دی او غیر افغانانو ته مونږ په خپله خاوره کی ځای نه ورکوو.

  2. کسانیکه دم از خراسان 😅 میزنند و بخاطر نجات آن، به اصطلاح مبارزه می کنند، لطف کنند مبارزه خودرا از حای شروع کنند که واقعأ خراسان نام دارد و یک جغرافیه ای را احتوا میکند، و مورد تجاوز بیگانه قرار دارد. آن‌عبارت از خراسان رضوی در ایران است که به ادعا شیعه های اثنا عشری ، امام رضا در آنجا دفن است . زنان و دختران خراسانی ایرانی از دست مردان شهوتران عراقی روز ندارند، و هزاران مرد عراقی با استفاده از ارزش بالای دینار عراقی در مقابل ریال ایرانی و به بهانه زیارت امام‌رضا وارد مشهد میشوند و از بیغرتی مردان خراسانی استفاده کرده و مصروف مبارک سازی زنان خراسانی استند . فعلا در مشهد هزارن طفل بی پدر که نیم DNA خراسانی و نیم‌DNA پدران نجفی و کربلایی را دارند ، بی پدر سرگردان میگردند. دفاع از ناموس بالا تر از هر دفاع دیگر است. یا الله، دا گز ،دا میدان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب