جمعه, مارچ 29, 2024
Home+کله چې فاشيزم ته د مقدساتو لباس واغوستل شي

کله چې فاشيزم ته د مقدساتو لباس واغوستل شي

 سليم شاه

فاشيزم او يا نازيزم يو معاصر جريان دى. اوس هم هغه نسل لا ژوندي دى چې د دغه جريان څپيړې يې په مخ خوړلي دي. ياد جريان ځانگړي ادبيات درلودل، اوس هم هغه اثار شته اودلوستلو  له پاره  چمتو کيږي. د هغه مهال د جريان او کړنو  دپيژندنې له پاره په درد خوري. خو زموږ خبره د اوسني وخت د حالاتو په باب ده،  او د فاشيزم د ادبياتو ، کړنو او کردار دعملياتو ځانگړني او خصوصياتو پرتلنه اويادونه ده. حالات داسې جوتوي چې فاشيزم  اوس کيداى شي د دين او مذهب لباس هم واغوندي  او را څرگند شي.

تر هر څه ترمخه يو خبره  چې زمان اوحالات يې سپينوي  خو اوس يې هم ويل او تکرار بې گټي نه دى. هغه داچې ځيني متحجر او متعصب هيوادوال دا تور لگوي  چې اوسني حاکمان پښتانه دى، نو فاشيستان دي، او اوسني حاکميت د پښتنو يو فاشيستي حاکميت دى. په واقعيت کي دغه کسان د لويي دسيسي او توطيي نه چې د پښتون فرهنگ، تواءميت او موجوديت په وړاندې ده، يا نه پوهيږي اويا خپل غوږونه قصدا کڼوي خو دوى د کاسې لاندې د هغه نيم کاسې د ليدلو سترگې نه لري.

دغه کسان بايد يوه خبره په ياد ولري چې اوسني سياسي کړۍ او حاکمه يکه تاز ځواک هيڅکله دپښتون  ملت پالني، د پښتو ژبي، د پښتون فرهنگ او دپښتنو دتواءميت استازي توب نه کوي او که وينا ته يې هم وگوري هيڅکله د پښتونوالي  چې په خپل ذات کې يو قانون او د ژوند طرز دى يادونه نه کوي. پښتوژبه ،پښتون تاريخي مشاهير او وياړونه هيڅکله په خوله نه اخلي، امان الله خان غندي، د داوود خان، غندنه کوي ،همدوى د داکتر نجيب  قاتلان دى. اشرف غني خو څه کوي. ان د بايزيد روښان عليه الرحمه نوم له تعليمي نصاب نه باسي او هغه ته د بېدينه خطاب کوي، خو د پاکستاني اقبال کليزه نمانځي. البته په دې برخه کې داسې ډيرې بيلگې شته چې د عواملو يادونه يې په لنډو عباراتو کولي شو.

د نورو قومونو په اصطلاح روښانفکرانو ادعاوي دوه عامله لري: يو داچې د هغو په وجود کې دتاريخي عقدو تمر کزڅرگندوې ده ، او بل داچې يو نيابتي عمل کوي .

همدا کار ځيني پښتانه افراطي  کسان هم کوي ، هغوي هم ديو ډول عظمت غوښتني خم کې رنگ دي  چې په خپلو ويناوو سره دپښتنو پرضد دنورو قومونو کرکه را پاروي . بايد ووايو  چې زموږ بحث په فاشيزم متمرکز دى ،نه دملي مسايلو په څيړنه .

 دلته له دين څخه د فاشيستي تعبير اوتفسير يادونه کومه نوي خبره نه بريښي . دا يوه لرغوني  اوپخوانۍ ادعا ده  چې عاملان  په  نا بريالي توگه هڅه کوي  چې په ديني فرهنگ خپله لاسبري او منگولې ښخي کړي . هر څه په زهر وککړ کړي .د دې کار عاملين هغه کسان دى  چې دهيواد په ټولو شتمنيو يې خيټه اچولي ،رسنۍ ،ثروت  ،پوځي سرو سامان ، بانکونه  اومالي زيرمې دسکرو او معادنو پورې د دوى په لاس کې دي . د دوې تگ لاره او دعوا د نازى المان يا  نازې حزب له افکارو هم اغيزمن دي. لکه: په ټولو اتباعو شک کول، چې گويا ټول بيدنيه او ناوړه دي. ان داداراتو پخواني باتجربه مامورين په زور اوجبر دې ته اړ باسي  چې اسلامي ارکان يو وار بيا زده کړي  اويايي  ازموينه پاس کړي .خو که خلاف يې ثابت شي نوبيا نيست ونابود دى .

په داسې ديني فاشيستي نظام کې فرد دحاکمي دستگاه په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري. فرد هيڅ حق نه او حقوق نه لري بلکي يوازې استبدادي نظام دى  چې دچا خبره دشريعت عبارت يې په ټنده وهلي خو پخپله دشريعت په تفسير او تعبيرهم نه پوهيزي .ځانته دهر څه اوهرې خبرې حق ورکوي .نه دا چې نظام له حق سره وي بلکې حق هلته دى  چې زور اوقدرت وي، په داسې نظام کې حق په نظام سنجول کيږي نه داسې  چې نظام په حق سره .

همداسې استبدادي فاشيستي نظام دخپل رقيب دله منځه وړلو له پاره له هيڅ ډول مکر ، چال اونيرنگ،  دوکي اوفريب نه لاس نه اخلي. دروغ ويل، دسيسه جوړول ،بې عزته کول د انسان حرمت اووقار په پام کې نه نيول، په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې په قمچينو اودورو وهل دزنا اوغلا ټاپه پرې لگول او شکنجه ورکول معمولي لاري چاري دي.

د همدغه کسانو په عقيده اوباور  حمله او بريد ډير ه ښه دفاعي بڼه ده. همدارنگه قدرت ته نږدي والي اوپه قدرت پنجه ښخول  ډه يره ښه طريقه ده . همدا کسان هڅه کوي دتيښتي له پاره يو موهوم دوښمن جوړ کړي ، کينه اوکرکه رواج کړي، عشق  اومحبت دود نه شي. دتوطيي په تيوري تکيه کول  د دوى له پاره ښه اومناسبه لار برېښي.

همدغه متحجر او کودن قشر دعلم اومعرفت پلويان پوزيتويست ،سيکولر د ازادۍ او ديموکراسي پلويان لويديځ پلوي ليبرال بولي، او همدارنگه د بشري حقونو او هيومانيزم پلويان دلويديز مزدوران بولي.

همدوې دژبې له مخي له مدعا وو ډک، له دروغوډک، قهر جن اوخشن او بدرد ويليې دنده ده. همدوى د خوسا او بويناک کرکتر استازيتوب کوي.

د همدوى په باور دين له تکليف ،تقليد ،تکفير  چال او نيرنگ، متروکي له کارولو،  لعنت ويلو، خشونت محروميت او اوستبداد سره يو شان دي ، دشخصيت له مخې د دېني استبداد او فاشيستي تمثيل يو ډول بې عقيدې افراد ټيټ سواده  اوبې بنسټه  چې خرابه اخلاقي سابقه يا ماضي لري متظاهر ،قدرت طلب، رقيب ماتوونکي ،مداح اومذبذب وي او لومپن اولوچکو کسانو ته ورته کرکترونه لري .

په ډاگه وايي:  چې موږ مدنيت نه غواړو ،زموږ مبارزه او جهاد، د الهى اوامرو دپلي کولو له پاره دي  نه د تمدن اويا  پرمختگ له پاره او په زړه پوري لا دا چې  ښځيني جنس دکروندي  سره ورته بولي  چې دقراني اياتو سم تاءويل په مانا هم نه پوهيږي . اصلا په دې برخه کې انسانيت نفي کوي. ځکه  چې ښځه خو انسان دى .مور ده ،خور ده، او داسې نور. خو دوى ترې منکر دي. چې دا پخپل ذات کې يو جنسيتي ضد فاشيستي عمل دى.

په دې اساس که خپلې خبرې راغونډي کړو نو اوسني اداره يو هتلري اداري ته پاتې ده چې هتلر په کې غايب دى . خو د ين اوشريعت داسې وسېله ده. چې دهغې په وسيله ورته هر څه مباح او روا دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب