پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د جمهوریت ښکنځل مار او طالبان څه فرق لري؟ 

د جمهوریت ښکنځل مار او طالبان څه فرق لري؟ 

فرشته جلالزۍ

څو ورځې مخکې د جمهوریت د یوه پخواني مامور ښځه زموږ په کور کي میلمنه وه.

میړه یې د صفر په قطعاتو کي کار کول.

د جمهوریت تر سقوط وروسته په موج کي‌ امریکا ته را تښتېدلی دی.

خو دا میرمن تازه راغلې ده.

موږ د افغاني شرم او ادب له مخې خپل وطنوال پرته له دې چې د هغوي سیاسي سابقې ته وګورو، د امکان تر حده پالو.

لږ تر لږه له هر چا سره له تبعیض پرته او د خپلو امکاناتو سره سم مرسته کوو.

که نه د صفر قطعاتو یو وار په غزني کې پر یوه کلي حمله وکړه او زما د خاله پر کور یې چې یوه کونډه ښځه او پینځه کوچنیان ول، چاپه واچوله، کور یې ور تخریب کړ او کوچنۍ لور یې په یوه سترګه ور ړنده کړه.

خو موږ له چا سره عقده نه پالو.

وطن برباد دی او باید ډير څه هېر کړو تر څو پرمخ ولاړ سوو.

که نه د دې ښځې حق نه و چې زموږ پر دسترخوان ډوډۍ وخوري.

به هر حال، د کابل حال مي‌ ورڅخه اخیست.

د میکرویانو کیسه یې کوله.

مال، زموږ کور ته به اکثر په نلونو کې اوبه نه راختلې او زه تعجب کوم چې په بې برقي او بې اوبو ورځو کې به موږ څنګه هلته ګزاره کوله.

میلمنې ووویل: اوس اوبه راخیژي. د جمهوریت په وخت کې خو به یې اوبه هم غلا کولې.

دا خبره ما پر ټویټر ولیکله ځکه زما لپاره جالبه وه.

خو د جمهوریت ښکنځلمارانو له خولې لاس واخیستل، فحش یې وویل او ځان ته یې د عزت او ابرو په نوم (که یې څه لرل)‌ نه پرېنښودل.

هسي مي خوا بده سوه.

زما خپلو خلکو ته خوا بدیږي.

هر افغان ته مي خوا بدیږي.

زه فکر کوم چې که انسان ځان ته احترام ولري بل ته به فحش څنګه ویلائ سي؟

زه تل پر دې فکر کوم چې موږولي داسي حال ته را ورسیدو چې زموږ ځوانان، په ظاهر ښکلي او منظم خلک فحش وايي؟

څنګه ځان ته دا اجازه ورکوي چې له خپلې خولې یو سپک لفظ را وباسي د یوه بل انسان لپاره؟

باید د ځان په نظر کې مړ سوی وي؟

باید یې وجود خاوري سوی وي چې پر ځان یې داسې سپکه لوریږي؟

زه فکر کوم چې که انسان ځان ته احترام نلري د هغه ژوند به څومره له کړاونو ډک وي؟

زه فکر کوم پرداسي خلکو باید ترحم وکړو ځکه موږ باید دکرکې او بې عزتۍ سلسله قطع کړو او د یوه عزتمند هیواد د جوړولو لپاره حرکت وکړو.

خو دلته یوه باریکي سته!

ما تر دې حادثې مخکې له امریکا ږغ سره په یوه مرکه کې وویل چې طالبان په داسي ظلم چې پر مظلومو خلکو یې کوي، په قدرت کي نسي پاتې کېدلائ. ما وویل چې طالب یوه ترهګره ډله ده او حتی که د نجوونو تعلیم ته اجازه هم ورکړي‌ باید په قدرت کي نه وي.

د طالبانو پلویانو هم زیات فحش راته ولیکل خو زه له هغوي‌ ګیله نه کوم.

باریکي په دې کې ده چې زما له نظره دطالب ښکنځل مار او دجمهوریتي‌ ښکنځلمار تر منځ لوی فرق دی.

فرق دا دی چې طالب زما په رایه حکومت نه دی ګټلی.

طالب د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د اعادې دعوا نده کړې.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر څو ورځې مخکې په یوه بیان کې وویل چې په زور یې ګټلې او هر رنګه چي یې زړه سي هغسي به یي چلوي.

طالبانو وعده نده کړې چې داسي یو افغانستان به جوړوي چې هلته به هر وګړی د خپل نظر د بیان حق لري او په امن کې به وي.

اما جمهوریت دا ټولې ادعاوې کولې.

ایا هغه کسان چې د جمهوریت له ادعا سره د حقیقت د لیدلو توان نلري او په فحش ویلو د مقابل لوري د خاموشولو هڅې کوي له طالب سره فرق لري؟

بلاخره همدې کسانو له همدې ادعاوو سره له نړیوالو ملیاردونه ډالر اخیستل، په لکسو موټرو کې به ګرځېدل، نانوايي ته به په نوبت کې نه درېدل، کور یې بې برقه نه وو،‌ په سطل کې به یې د کوڅې له نله اوبه نه اخیستې، اولاد به یې د درملنې لپاره خارج ته تلائ سوائ او کله چې به یې ودونه ول لارې به بندې وې.

په اول کلاس پروازونو کې  به یې سفرونه کول، په پنځه ستوري هوټلونو کې به اوسیدل، په نړیوالو غونډو کې به یې د افغانستان د ولس، یعنې زما استازيتوب کاوه.

نو اوس ولي د حقیقت د اورېدو توان نلري؟

ایا د جمهور ريس غني ښځې له ازادي‌ راډیو سره په وروستۍ مرکه کي ونه ویل چې پارلمان غل دی؟

ایا د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ونه ویل چې د اردو د شهید له ښځې او خور څخه د شهیدانو اومعلولینو په وزارت کې د شهید دمعاش په بدل کې جنسي تقاضا کیږي؟

ایا د جمهوریت د فوټبال د فدراسیون مشر پر نجونو د جنسي تجاوز دوسیه نه لري؟

ایا د برېښنا شرکت غلاوې له چا پټې دي؟

نو ولي کتمان؟

که حقیقت نه منو جنګ به څنګه ختموو؟

د حقیقت له موندلو او د ملامتي له منلو پرته د نړۍ په هیڅ‌ کونج کې سوله نده راغلې او جنګ ندی ختم سوی.

په جنوبي افریقا کې جګړه څنګه ختمه سوه؟

اول، د حقیقت موندلو او روغې  کمیسون جوړ سو.

دوهم ، د جنوبي افریقا ملي کانګرس دا فکر چې (په راتلونکي کې به په دې هېواد کې څنګه ژوند سره کوو)‌ د لارې نقشه کړه.

دریم، وویل سول چې سپین پوستي‌ خلک دجنوبي افریقا وګړي دي‌ او هیڅ څوک حق نلري چې هغوي وباسي.

پر دې اساس، ډير هغه وګړي چې ستر خیانتونه یې کړي ول  محاکمه سول.

پدې ډول د جنوبي افریقا خلک وتوانېدل چې خپل کړاونه یوې خوا ته کړي او په ګډه د هیواد د جوړولو لپاره کار پیل کړي.

په افغانستان کې د کراري لپاره لازمه ده چې همداسي یو لوی او د افغانانو ترمنځ بحث پیل سي.

لازمه ده چې نور هیڅ‌ څوک له دې هېواده ونه شړل سي او د هیڅ‌ چا خوله بنده نه سي.

لازمه ده چې دا ومنو چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، هغه که سپین دي‌ که تور دي او که نور رنګونه دي.

باید د حقیقت موندلو محکمه جوړه او لوی مجرمین محاکمه سي.

پیاده وګړو او کوچنیو غلو او ښکنځلمارو ته به موږ ، ولس عفو وکړو.

په ښکنځلو وطن نه جوړېږي. زه به له خپله حقه دواړو ښکنځلمارو ته ور تیره سم خو که وطن کرار سي.

ځکه زه فکر نه کوم چې نور به هیڅ‌ افغان دې ته تیار وي چې  د بل بابا د زوی یا لور د ګټې لپاره خپل زوي په خپله خوښه جنګ ته واستوي.

دا بداخلاقي ګڼم  چې موږ خپله د خیر په غونډۍ ، زرهاوو کیلومتره لري په ارامو وطنونو کي ناست یوو او غریب افغان جګړې ته هڅوو.

ښکنځلمار باید ځان ته احترام زده کړي.

جګړه مار باید  پر نورو خلکو هم رحم وکړي.

پدې وطن کې باید یو څوک بلاخره تر خپلې ګټې او د اینده غلا له خوبه تیر سي.

پدې وطن کې باید بلاخره دا تهذیب پیدا کړو چې بل انسان د خبرې کولو حق لري.

د ولس زور د خدای زور دی.

د ولس د خولې بندولو هڅې ډيرو وکړې خو خولې یې له خاورو ډکې سوې.

موږ ته لازمه ده چې خپل تاریخ سم ولولو.

ځکه افراطي فکر که تر دریشي لاندي وي یا تر تور پاج لاندي وي فرق نلري.

د طالب عیب همدا دی چې د نظر ازادي‌ نه مني، د رایې ازادي نه مني، د بل انسان د موجودیت حق نه مني.

د افراطي فکر خاوندان که له هرې خوا وي، په نهایت کې یوجنس دی!

16 COMMENTS

  1. ښه لیکنه ده.
    زه خپله ګاهاً یو کلک کښنځلمار یم ( د اسلام او افغان او خوار او ځپلی بشر د دښمنانو او د استعمار د مزدورانو په وړاندی ).
    کومه ورځ می میرمنی د اعتراض پتوګه را ته وویل چی سړیه کښنځل نه در سره ښائی.
    په جواب کی می ور ته وویل:
    کښنځل به د یو مظلوم انسان تر وژلو او ترټلو او سپکولو او تکبر او غرور بده کړنه نه وی.
    میرمنی می په فیلسوفانه انداز را غبرګه کړه:
    ( راسه چی ټولو نا اهل انسانانو ته د هدایت دُعا وکړو، په کښنځلو ستونزی نه حلیږی ).
    ما ور ته په جواب کی وویل:
    باالکل همداسی ده خو ماته د دردونو د تسکین یوازنی درمل همدا کښنځلماری ده او بس.

  2. حضرت صاحب،
    خوشحال بابا وايي چي هر سړی پیدا دی خپل – خپل کار لره کنه !

    زه باور لرم چي ودان افغانستان به يوازي مهذب او با ادبه خلک جوړوی؛ د حبیبي، رشاد، الفت او بینوا ولس !

    پاته سوه ستاسو د میرمنې خبره نو ښايي هغه ستاسو له دي عادت څخه په خپله کورنۍ او ټولنه کي د شرمنده ګۍ احساس کوي. قرآن مجيد وايي چي ښځه او میړه یو د بل جامه ده نو دا ستاسي اسلامي مسولیت دی چي د خپلې میرمنې د شرمنده ګي سبب نه شئ. البته، دا یوه مشوره وه ځکه تاسو دا بحث را مخکي کړي. اباد اوسئ!

  3. فرشتی خورکی!
    ستاسی مشوره باالکل مخلصانه او دلسوزانه ده البته تهذیب او د مهذبی ټولنی بنسټ یوازی د کښنځلماری د نفی په صورت کی نه را منځته کیږی بلکه نور اړین عوامل هم درلودای سی. خوشحال خان خټک د پښتو د ادب آسمان ګڼل کیږی خو د ادب په آسمان کی ئی ځینی ژیړ ستوری یعنی رکیکی کنځاوی هم لیدلی کیږی ( البته دی ژیړو ستورو ئی د شنه او روڼ آسمان ښکلی منظری ته صدمه نه ده رسولی ).
    بیا هم مننه.

  4. سلام
    هو
    فرشتې خورې امام غرالی وا یی:
    ته په آینه کې وګوره که ښایسته یې پر خپل مخ دګناه تور داغ مه ږده او که مخ دتور او بدرنګه وی نو دوه تور شیان مه یوځای کوه.
    حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی:په دنیا کې هردولت په مصرف کمیږی مګر دعلم دولت چې څومره مصرف شی زیاتیږی.
    فارانی وایی:ترحو چې بنیادم علم حاصلوی هغه به عالم اوسیږی خو کله چې د هغه خیال کې وګرخی چې هغه علم حاصل کړی نو هغه به جاهل وګرځی.
    زه تاسره منم ( هرڅوک )پیدادی خپل خپل کار لره کنه
    ستا ښایسته الفاظ دنثر ښکلا جوړوی او دستاینې وړ دی خو املاء او انشاء دې نه ده مراعات کړی. موږ په حقیقت ویلو له افراط وتلی شو سره له دې چې دپوهنتون دروازې تړو او معصومې نجونې ښوونځیو ته په نمرودی تصمیم نه پريږدو او لویو مجرمینو ته ښه راغلاست وایو. په ناپوهی او جهالت دین دترقی او پرمختګ له ملی او اسلامی اصولو مغایر ګڼو.

  5. شریف زاد صاحب – ډيره مننه !‌ستاسو خبره بالکل پر ځاي ده په انشا کي یې ستونزې سته خو زه یو لوی مشکل لرم. ما که یو شی په ایمرجنسي کي، په بیړه ولیکل نو ومي‌ لیکل او که مي ونه لیکل بیا یې نه سم لیکلائ. که مي یو شی ولیکل او بیا ورباندې راتیره سوم بیا راڅخه خرابیږي نو زه تل پردې فکر کوم چې په لیکنه کې مي‌ کوم فکر چي غواړم ورسوم ، رسېدلی که یا!

    پر موږ یو وار فاجعه تیره سوې. پر هغې فاجعې لیکل کول داسي دی لکه دوباره چي په هغه فاجعه کې ژوند کوې او پرې را تیرېږې نو انسان سخت نا ارامه کوي. دا نا ارامي مي ذهني کراري خرابوي. خداي دي یوه ارامه ورځ راولي چې زه په کراري کښېنم او یو څه ولیکم،‌ خو ویره لرم چې که کراري راغله بیا به لیکل نه سم کولائ. نه پوهېږم خو ستاسو خبره بیخي پر ځاي‌ ده. همدا زما لوی مشکل دی.

    په عزت کې اوسئ!

  6. ټولولوستونکو ته السلام علیکم
    لیکنه او دهغی په اړه می نظرونه ټول ولوستل. فرشته خور ملامته نده. ګیله یی په لیمو. موږ هره ورځ ګورو چی متاسفانه بعضی وخت ځینی خلک نامناسب الفاظ لیکی د شریف زاد صاحب خبری تاییدوم. غلام خضرت صاحب له څو کلونو له نږدی پیژنم. ډیر دروند او معزز شخص دی. هغه چی ویلی ښکنځلمار یم، د هغه مطلب دا دی چی دظالمانو او غیرعادلو خلکو بیعدالتی او ظلم یی بیان کړی، ددی او هغوی یی مخاطب کړی دی ددی معنا دا نده چی خدای ناخواسته هغه سخیف کلمات کارولی دی ، بلکی مقصد یی دادی چی پر ظلم او بیعدالتی یی پرده نده اچولی دا د پوچو کلماتو له استعمال سره فرق لری. د فرشتی خور ګیله له سخیفو جملاتو لیکونکو څخه ده. زه د هغه چا کلک مخالف یم چی میډیا کی زموږ د خویندو دلیک حوصله نلری

  7. ښه ده فرشتی جانی یو واقعیت دی منلی دی. طالبانو ستا کورته اوبه خیزولی دی. که په زور وی او که په عقل او یا پاکی او مساوات دا به ستا قضاوت ته پریږدو.
    تاسو اوس امریکایی یاست او امریکایی مقدساتو ته مو دتسلیمی قسم خوړلی او یا مو تصمیم ده چی قسم وخوری. تاسو خپلو مقدساتو ته هلته دتعبد ادامه ورکړی مونږ افغانان تاسو هیروو. کاشکی تاسی هم افغانستان هیر کړی. ستاسی له ګټی بیزاره خو تاوان او ضرر افغانستان ته مه رسوی.
    دافغانانو او ستاسو مقدسات بیل دی. هیله ده اوسنی افغانستان دخپلو درواغ شعارو په اساس زمونږ په تاوان قربانی نه کړی. اوس چی امریکایی یاست کوشش وکړی هلته مو خلک دمفکری په ډول ومنی او شته دیموکراسی ضد او انسانی ضد افکار اصلاح کړی. تاسو خپلی مطلوبی دنیا ته تللی یاست نو کوشش وکړی چی حقیقت پیدا کړی ترڅومره ستاسو خیالی دنیا زښتیا ده.
    زیات امریکایان په دوه مخی او استبدادی افکارو متهم دی خصوصا ددوی مرئی او غیر مرئی حکومت او فیمینستانی. هیله ده تاسو دهغو نه ونشمیرل سی. هیله ده ددیموکراسی دنظریاتی محتوا په مناسبت خاموشه دیموکراسی ومنی.
    هیله ده دامریکا ډنډوری چی دخپل غچ اخیستو په خاطر یی پیل کړی هغه په پښتو راته ترجمه نکړی. طالبانو دامر ثانی خبره کړی او دتعلیم دبندولو خبره یی نده کړی. خو امریکا او دهغو ډنډورچیانو داسی حملی پیل کړی چی ګواکی طالبانو دښځو تعلیم او کار بند کړی. زه بیخی هغو افغانانو او یا افغان الاصله خلکو ته حیران یم چی څنګه ځان ته جرات ورکوی چی په ییحقیقتی حقیقت بنا کړی.
    لوری، کیدای سی زما زیاتی خبری تاسو ته دخطاب په جامه کی وی خو هدف می دنورو په غوږ وهل دی. هیله ده زیاته مو دردمنه نکړم. انتقاد درد لری.

  8. هیله ده چی دښکنځلو او په نومونو یادول سره بیل سی. دا دواړه کیدای سی زیات وخت یو وبلل سی. خو باید واضح کړم یو ډول نومونه دیو حقیقت په بنا ورکړل سوی وی او نور ددروغو او قهر په خاطر. یو ډول نومونه دماغی ناتوانی او بدنیتی ښیی او نور دمخاطب توجه حقیقت ته غواړی. هغه چه صرف په بدنیتی او درواغو بنا وی هغه باید ښکنځل وبولو او هغه چی دیو څیز او سړی په سابقه او فعلی خبرو، کار، او نظر پوری تعلق لری هغه دپوهنی لازم ټکی وبولو.

  9. ثابته دومره به درته وليکم چي وايي لمر په دوګتو نه پټيږي دا ستا ليکني ټولي د آي اس آي نظر ده

  10. جانانه دوه کاله تیر سول او تاسو لا دا هم نده درک کړی چی دغلامی سیاست له دنیا نه دباندی نور فکری سازمانو او وطن دوستان مفکر خلک وجود لری.
    ځان هوښیار کړی او دافغانستان دآزادی اصیل فکر پیدا کړی.

  11. فرشتې خورې ډېره ښکلې لیکنه دې کړي. الله دې ټول افغانان له دې موجوده درد او کړاو څخه خلاص کړي چې نور داسې لیکونو ته ضرورت نه شي. د افغانستان د دښمنانو مخونه دې تور او په دنیا او اخرت دې شرمېدلې وي.

    لټون صاحب او د تاند نورو لوستونکو ته:
    زه هم کاملا باور لرم چې دا ملا ثابت سل په سلو کې پاکستانی او د ای اس ای ګوډګی دی. ددې ټولې لیکنې او تبصرې له کرکې، شیطانته او عقدې ډکې او د انسانیت،اسلامیت، او افغانیت ضد دي. دی قصدا داسې لیکنې کوي او فکر کوي چې له دې لارې به افغانان له روحي نظره وټکوي. خو د خوشحالۍ ځای دی چې دده او دده په شان د نورو تورمخو هویت ټولو ته معلوم شوی. مشراانو یې د ګدایې کچکول په غاړه له غربیانو خیرات غواړي، او د ملا ثابت بې ځایه کش ته ګوره. شرم چا لره چې په شرم پوه شي.

  12. زما هره خیزه دسیکلرو په ککری یو ګوزار بلل کیږی. که په غربی سیکیولرو یا شرقی سیکولرو زما ګذار دنفرت خبره وی نو بیا دی نفرت سی. مګر سیکیولران چی عقل یی بند سی نو بیا په ښکنځلو پیل کوی. همدا دتیر ګوډاګی وطن فروشانو نه ور پاته رواج دی.
    زه دامانی او غفاری تحریکانو سخت مخالف یم. زه یی له غربی او شرقی سیکیولرانو بدتر بولم. که په دی ماته څوک دملایی چوپانه راکوی نو له دوی نه بی مننی دی ماته مبارکه سی.
    افغانستان زما په ډول آزاد فکره خلکو ته ضرورت لری. اسلام او افغانستان زما ناموس دی. که څوک په هغه باندی په هرنوم چی وی تعرض کوی هغه زما دښمن دی. همدا سبب دی چی تښتدلی څیره خواره چی دطالبانو په ضد فعالیت کوی هغه زه دافغانستان دښمنان بولم. هغه چی بیا دملا له نوم نه نفرت کوی هغه داسلام دښمن بولم. دا په دی چی څوک همدی کسانو ته ضرر رسوی هغه دهغو ضرر ندی هغه دټول افغانستان او دمسلمانو لپاره ضرر دی.

  13. ښه دې ليکلي خو يوې خبرې دې خوند ونه کړ، د افغانانو په فرهنګ کې دا هم نشته چې چاته ډوډۍ ورکړي او بيا يې ياد کړي، نه درباندې جبر و نه زور، چې يو څوک دې نه خوښيږي بيا هيڅ ضرور نه ده چې مېلمه يې کړې.
    پاتې شو د ښکنځلمارو په اړه درسره موافق يم

  14. نو د صفري قطعې د مېرمني يې د دې قطعې سره څه چي « د دې ښځي حق نه وو چي زموږ پر دسترخوان…..» دا خپله د تبعیض ډګه خبره ده چي تاسو يې کوئ، کوښښ کوئ ځان سپين وښه یاست خو بیرته خبره درڅخه کږه سي.

    آیا د طالبانو مېرمنو به زړه غواړي مړونه او زامن يې د نورو بچي خوار کړي؟ د پنځه سوه کالدارو ژړو بوشکو باندې د لکهاوو ډآلرو ارزښت لرونکو افغان بنسټونه زيامن شي؟

    نوره ليکنه دي یوې خواته خو دا خبره دي بېخي د منلو وړ نه ده، د افغان پر دسترخوان چاته ډوډۍ ورکول او بیا يې یادول….. نا سم کار دئ.

  15. ثابته تیزنه ته کوم نابغه یی ټول عمر دې دې پنجابی خدمت کی تیر سو ته یې وطن ورانولو ته را لیږلې او ناموس دې ای اس ای ځان سره ګرو کړې وه او کړی ده ته له کوم حقیقی وطن او وطن دوستی نه غږیږې که تا کوپړی در لوسته له یو بی خاصیته انسان پیروې به دی نکوله ایا دا ستا ملا هیبت څوک ده نر ده که ښځه ولی مخ دیوال ته کوې کونه خلکو ته داې دې ماشوم توب عادت دې لکه تاسو غوندې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب